5 اے پاکه خُدايه، تا ته پته ده چې زۀ څومره بېوقوفه يم، او ستا نه پټ نۀ دى زما ګناهونه.
تا په شپه کښې زما د خيالونو او د زړۀ وکړل امتحانونه، پس د امتحان نه دې په ما کښې پېدا نۀ کړل غلط کارونه، اراده زما پخه ده په ژبه نۀ کړم ګناهونه.
څوک څنګه د خپل زړۀ په ګناه پوهېدے شى؟ ما پاک کړه د پټو خطاګانو نه.
مۀ پرېږده چې زما دشمنان زما په شکست باندې خوشحاله شى، مۀ پرېږده هغوئ چې نفرت کوى له ما چې په غم زما خوشحاله شى.
پرهرونه مې ټول سخا شول بوئ ترې روان شوے دے، زما د کم عقلتوب په وجه مې ځکه دا حال دے.
اے مالِکه خُدايه، زما ټول ارمانونه ستا په وړاندې ښکاره دى، او زما اسويلى آهونه ستا نه پټ نۀ دى.
د هغوئ ټول عملونه زما د سترګو د وړاندې دى او زۀ يې وينم، هغه زما نه پټ نۀ دى، او تر دې چې د هغوئ ګناهونه هم زما د سترګو نه پټ پناه نۀ دى.