4 څوک چې ما نه نفرت کوى زما د سر وېښتو نه زيات دى. هغوئ بېسببه ما سره دشمنى کوى او چې ما ختمول غواړى ډېر دى. هغوئ رانه هغه څۀ واپس غواړى چې مې پټ کړى نۀ دى.
مۀ پرېږده چې زما دشمنان زما په شکست باندې خوشحاله شى، مۀ پرېږده هغوئ چې نفرت کوى له ما چې په غم زما خوشحاله شى.
خو زۀ ډېرو مصيبتونو راګېر کړے يم، لار رانه خطا شوه په ګناهونو کښې ډوب شوے يم، ګناهونه مې د سر وېښتو نه ډېر دى بېوسه شوے يم.
زما د وژلو دپاره پټ ناست دى، او خطرناک دشمنان زما خلاف رايوځائ شوى دى، کۀ څۀ هم ما د دوئ خلاف هيڅ ګناه نۀ ده کړې.
سترګې مې کمزورې شوې خفګان سره، سترګو مې کار پرېښے دے دشمنۍ سره.
هم د هغوئ په شريعت کښې دا ليکلى دى چې، ”هغوئ ما نه بېسببه نفرت وکړو.“
خُدائ پاک مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره فديه کړو چا چې کله هم ګناه نۀ وه کړې، د دې دپاره چې مونږ د هغۀ په وسيله د خُدائ پاک په وړاندې صادق ثابت شُو.
”نۀ هغۀ څۀ ګناه وکړه، او نۀ يې څوک دوکه کړى وُو.“
هغۀ په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو او د صداقت دپاره ژوند تېر کړُو. او د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله.
ځکه چې مسيح ستاسو د ګناهونو دپاره يو ځل د همېشه دپاره مړ شو، يعنې صادق د ګناهګارانو دپاره، د دې دپاره چې تاسو خُدائ پاک له راولى. هغه په جسمانى توګه مړ کړے شو خو په روحانى توګه ژوندے کړے شو.