زۀ د خپلو خِدمت کوونکو پېشګويانې پوره کوم او د خپلو پېغمبرانو منصوبې سر ته رسوم. زۀ د يروشلم په حقله وايم چې خلق به بيا هلته اوسيږى، او د يهوداه ښارونو ته وايم چې دا به بيا جوړ شى. او دا به د کنډرو نه په ښارونو بدل شى.
د هغوئ نسل به په قومونو کښې او د هغوئ اولاد به په اُمتونو کښې مشهور شى، هر څوک چې هغوئ وګورى نو پته به ورته لګى چې دا هغه خلق دى چا له چې مالِک خُدائ برکت ورکړے دے.“
عيسىٰ ورته جواب ورکړو، ”څوک چې زما سره مينه کوى، هغوئ به زما په کلام عمل کوى او زما پلار به د هغوئ سره مينه کوى، او زۀ او پلار به هغوئ ته ورشو او د هغوئ سره به اوسو.