34 اے زمکې او آسمانه د خُدائ ثناء ووايئ، سمندرونو او هر څۀ چې په کښې ګرځى.
بيا خُدائ پاک حُکم وکړو، ”سمندر دې د ډېر قِسم ساه اخستونکى څيزونو نه ډک شى او هوا دې د مارغانو نه ډکه شى.“
د راتلونکو نسلونو دپاره دې دا وليکلے شى، کوم خلق چې لا پېدا شوى نۀ دى د مالِک خُدائ ثناء دې ووائى.
هر يو ساه لرونکے دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړى، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ.
پرېږدئ چې آسمانونه خوشحاله شى او زمکه خوشحالى وکړى، سمندر او چې هغې کښې هر څۀ دى هغوئ دې خوشحالى وکړى.
اے آسمانه، د خوشحالۍ چغې وهه. اے زمکې، خوشحالى وکړه. اے غرونو، د خوشحالۍ سندرې ووايئ. ځکه چې مالِک خُدائ خپلو خلقو له تسلى ورکړې ده، او هغه به په خپلو کړېدلو خلقو رحم وکړى.
تاسو به خوشحالۍ سره وځئ، او سلامتۍ سره به بوتلے شئ. غرونه او د غرونو غونډۍ به په تېز آواز سندرې وائى، او په پټى کښې ټولې ونې به د خوشحالۍ نه لاسونه پړقوى.