دا کور به د کنډر يو ډېرے شى او چې هر څوک هم ورباندې تېريږى نو وبه لړزيږى او حېران به شى. هغوئ به تپوس کوى چې مالِک خُدائ په دې مُلک او کور باندې داسې ولې کړى دى.
ما ترې نه تپوس وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، دا به تر کومې پورې وى؟“ هغۀ راته وفرمائيل، ”دا به تر هغې پورې وى چې ښارونه يې تباه او خوشى شى او چې د کورونو نه يې خلق ختم شى او زمکه يې شاړه شى.
وګوره، ستا کور تا ته وران ويجاړ پاتې کيږى او زۀ تا ته دا وايم چې تۀ به ما تر هغې په سترګو ونۀ وينې ترڅو چې تۀ دا ونۀ وائې چې، بختور دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نوم راځى.“