15 زما د سر دپاسه سېلاب تېرېدو ته مۀ پرېږده، په اوبو کښې ډوبېدو ته مې مۀ پرېږده، او لحد ته غورزېدو ته مې مۀ پرېږده.
اوبۀ زياتې شوې او کشتۍ د اوبو دپاسه ګرځېده.
زما روح به تۀ پرې نۀ ږدې په عالمِ ارواح کښې، خاورې کېدو ته به پرې نۀ ږدې تۀ خپل قُدوس.
نو لکه څنګه چې يُونس د کب په ګېډه کښې درې ورځې او درې شپې تېرې کړې نو دغه شان به اِبن آدم هم درې ورځې او درې شپې د زمکې په تَل کښې تېرې کړى.
خو خُدائ پاک هغه بيا راژوندے کړو او د مرګ د تکليفونو نه يې خلاص کړو ځکه چې د دې امکان نۀ وو چې مرګ په هغۀ قبضه وکړى.
هغه د مستقبل نه خبر وو نو هغۀ د مسيح د بيا ژوندى کېدو په حقله وئيل چې، نۀ به هغه عالمِ ارواح کښې پرېښودلے شى، او نۀ به د هغۀ بدن خاوره کېدو ته پرېښودلے شى.