نو زۀ به خپل خلق بنى اِسرائيليان د هغه مُلک نه لرې کړم کوم چې ما ورکړے دے. او زۀ به دا کور هم پرېږدم چې ما د خپل عبادت دپاره مقدس کړے دے. ټول قومونه به د بنى اِسرائيلو په مُلک پورې خندا کوى او سپک به ورته ګورى.
زۀ به هغوئ په زمکه د هر يو مُلک دپاره د دهشت مثال او د افت زده ګانو نمونه وګرځوم. زۀ چې هغوئ چرته هم خوارۀ کړم نو هغوئ به د عبرت يو مثال جوړ شى او خلق به د هغوئ نوم د بېعزتۍ دپاره استعمالوى او د هغوئ بېعزتى به کوى او لعنت به پرې وائى.