Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 68:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 په شيبو شيبو باران دې راشروع کړو پاکه خُدايه. ترڅو تۀ خُشکه زمکه کړې تازه او آباده،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 68:9
10 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”بهر لاړ شه او د غرۀ په سر باندې زما په وړاندې ودرېږه.“ بيا مالِک خُدائ تېر شو او يوه زبردسته هوا يې راولېږله چې هغې غرونه وشلول او کاڼى يې دړې وړې کړل، خو مالِک خُدائ په هوا کښې نۀ وو. هوا بنده شوه او بيا زلزله راغله، خو مالِک خُدائ په زلزله کښې هم نۀ وو.


د سينا ټول غر د وريځ په شان په لوګى کښې پټ وو، ځکه چې مالِک خُدائ په دې باندې په اور کښې راکوز شوے وو. دا لوګے د بټۍ د لوګى په شان بره ختلو او ټول غر سخت ولړزېدلو.


زۀ به هغوئ له، او خپل غر نه چاپېره ځايونو له برکت ورکړم. زۀ به په صحيح موسم په هغوئ باران کوم، او دا به د فضل او برکت بارانونه وى.


نو بيا به هغه ستاسو په مُلک کښې په صحيح موسم کښې، په خزان او سپرلى کښې بارانونه ووروى، نو تاسو به د زيتُونو تېل، غله او انګور راټولوئ،


مالِکه خُدايه، کله چې تۀ د سعير د غرونو نه لاړې، کله چې تۀ د ادوم د علاقې نه راووتلې، زمکه ولړزېدله او د آسمان نه باران وورېدلو. آو، اوبۀ د وريځو نه راتوې شوې.


د سينا مالِک خُدائ په وړاندې غرونه ولړزېدل، د مالِک خُدائ په وړاندې چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan