8 زمکه وخوځېدله او باران د بره آسمانه وورېدو د خُدائ پاک په وړاندې، د سينا په صحرا کښې او د بنى اِسرائيل د خُدائ پاک په وړاندې.
د مالِک خُدائ په راتلو سره اے زمکې په لړزان شه، د يعقوب د پاک خُدائ په حضور کښې په لړزان شه،
مبارک دې وى مالِک، د بنى اِسرائيلو خُدائ، د ازل نه تر ابده آمين، آمين.
په خپل مقدس ځائ کښې ستا شان څومره لوئ دے، پاکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک طاقت او قدرت ورکوى خپلو خلقو ته، ثناء صِفت دې وى خُدائ پاک ته.
ستا د تندر آوازونه په طوفان کښې واورېدے شول، ستا برېښنا ټوله دُنيا رڼا کړه، زمکه په لړزان او رپېدو شوه.
نو هغۀ دا خلق د صحرا په کږه وږه لار د بحرِقُلزم په طرف بوتلل. بنى اِسرائيلو د جنګ دپاره قطارونه جوړ کړى وُو.
د درېمې ورځې په سحر تندرونه او برېښناګانې شوې، په غرۀ باندې تکه توره وريځ راښکاره شوه او د بيګل اوچت آواز واورېدلے شو. او د خېمو په ځائ کښې چې څومره خلق وُو هغوئ ټول د يرې نه په لړزان شول.
د سينا ټول غر د وريځ په شان په لوګى کښې پټ وو، ځکه چې مالِک خُدائ په دې باندې په اور کښې راکوز شوے وو. دا لوګے د بټۍ د لوګى په شان بره ختلو او ټول غر سخت ولړزېدلو.
زۀ به تا له د تورې تيارې او د پټو ځايونو نه خزانې درکړم، نو بيا به تا ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، او چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يم څوک چې تا ته په نوم آواز کوى.
اے، چې تۀ آسمان وشلوې او راکوز شې، نو غرونه به تا وګورى او ستا په وړاندې به په ريږدېدو شى.
پخوا کله چې تا يروونکى کارونه وکړل چې مونږ يې هيڅ توقع نۀ کوله، نو تۀ داسې راکوز شوې چې غرونه ستا په وړاندې په لړزان شول.
تۀ د خپلو خلقو بچ کولو دپاره بهر راغلې، چې خپل غوره کړے شوى بچ کړې. تا د بدعمله وطن مشر چخڼى کړل، تا هغوئ د سر نه تر پښو پورې بربنډ کړل.
د خُدائ پاک آواز هغه وخت زمکه ولړزوله خو اوس هغۀ دا لوظ کړے دے چې، ”اوس يو ځل بيا به زۀ يواځې زمکه نه، بلکې آسمان هم ولړزوم.“
نو بيا په آسمان کښې د خُدائ پاک کور پرانستے شو او په هغه کور کښې د هغۀ د لوظ صندوق ښکاره شو، او بيا د برېښنا شُغلې، د تندر ګړزار، زلزله او د ږلۍ يو لوئ طوفان راغلو.
دبورې برق ته ووئيل، ”لاړ شه. مالِک خُدائ به ستا لارښودنه کوى، نن هغۀ تا له په سِسيرا باندې فتح درکړې ده.“ نو برق د خپلو لسو زرو سړو سره د تبور غر نه راکوز شو.