3 خو صادقان دې د هغۀ په وړاندې خوشحالى وکړى، د خُدائ پاک په حضور کښې دې خوشحاله شى، او د خوښۍ نعرې دې وکړى.
مالِکه خُدايه، بادشاه ستا په طاقت څنګه خوشحالى کوى. ځکه چې هغه ستا په فتح ورکولو څومره لويه خوشحالى کوى.
نو په مالِک خُدائ کښې خوشحاله اوسئ، تاسو ټول چې د هغۀ تابعدار يئ، د خوشحالۍ چغې ووهئ، تاسو د چا زړونه چې صفا دى.
خو بدکاران به فنا شى، او د مالِک خُدائ دشمنان به لکه د صحرا د ګلونو په شان ختم شى، او لکه د لوګى په شان به د نظر نه فنا شى.
زۀ به د خُدائ پاک قربانګاه ته ورشم، هغه خُدائ د چا نه چې ډېر خوشحال شم، زۀ به د رباب په نغمو کښې ستا ثناء صِفت وکړم، اے خُدايه، زما پاکه خُدايه.
صادقان به خوشحاله شى کله چې دوئ انتقام وګورى، نو خپلې پښې به د شريرانو په وينو کښې ووينځى.
ټول صادقان دې د مالِک خُدائ خوشحالى وکړى او په هغۀ کښې دې پناه واخلى. او ټول نېکان دې د خُدائ پاک ثناء صِفت ادا کړى.
مغرُورو ته وايمه چې لافې نۀ کوى، او بدکارانو ته وايمه چې په خپل قدرت فخر نۀ کوى،
په مالِک خُدائ کښې خوشحالى وکړئ تاسو څوک چې صادقان يئ، او د هغۀ د مقدس نوم ثناء ووايئ.
د خپلو بچو سره، خپلو نوکرانو او د ليويانو سره چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى، هلته د هغۀ په حضور کښې خوشحالى کوئ، ياد لرئ چې د ليويانو به په زمکه کښې هيڅ ميراث نۀ وى.
او همېشه خوشحاله اوسئ.
تاسو هغۀ سره داسې مينه کوئ اګر چې هغه مو ليدلے نۀ دے. او نۀ يې اوس وينئ، خو تاسو په هغۀ يقين ساتئ، او په جلالى انداز کښې خوشحالى کوئ کومه چې د بيان نه بهر ده.
د هغې د اَنجام په ليدو اے آسمانه خوشحالى وکړه، اے مقدسينو، رسولانو او نبيانو، په هغې خوشحالۍ وکړئ، ځکه چې خُدائ پاک ستاسو د انتقام اخستو په وجه په هغې د عدالت فېصله وکړه.“
راځئ چې خوشحاله شُو او د خوشحالۍ نه چغې کړُو او د هغۀ لوئى بيان کړُو ځکه چې د ګډورى د وادۀ ورځ راغلې ده او د هغۀ ناوې ځان سمبال کړے دے،