25 سندرغاړى ترې نه وړاندې او ورپسې موسيقاران دى، او په مينځ کښې يې پېغلې جينکۍ دى چې تمبلونه غږوى،
په دې دوران کښې داؤد او ټول خلق د خپل ټول طاقت سره د خُدائ پاک د درناوى دپاره ګډېدل. سندرې يې وئيلې او ربابُونه، تمبلونه، چمټې او بيګلې يې غږولې.
ستا نۀ ختمېدونکې مينه د ژوند نه ښۀ ده، نو ځکه به زما شونډې ستا لوئى بيانوى.
تۀ هغه خُدائ پاک يې چې معجزې کوى، تۀ خپل قدرت د قومونو په مينځ کښې ښکاره کوې.
نو خلق به شپيلۍ غږوى او سندرې به وائى، چې، ”صيون د ټولو برکتونو سرچشمه ده.“
بيا د هارون خور مريم، کومه چې پېغمبره وه، هغې خپل تمبل راواخستلو، او ټولې ښځې د خپلو تمبلونو سره په ګډېدو په هغې پسې لاړلې.
نو پېغلې به د خوشحالۍ نه ګډيږى، ځوانان او بوډاګان به هم خوشحالى کوى. زۀ به د هغوئ غم په خوشحالۍ باندې بدل کړم، او زۀ به هغوئ له تسلى ورکړم، او زۀ به د هغوئ خفګان په خوشحالۍ بدل کړم.
زۀ به تا بيا آباد کړم، او تۀ به بيا آباد شې، اے پېغلې اِسرائيله. تۀ به بيا تمبل راواخلې او بهر به د ګډا دپاره په خوشحالۍ سره راووځې.
کله چې اِفتاح واپس په مصفاه کښې کور ته لاړو، هلته د هغۀ لور د هغۀ سره مِلاوېدو له راروانه وه، ګډېده او تمبل يې وهلو. هغه يې اېک يوه لور وه، د هغۀ نور زامن او لوڼه نۀ وې.
کله چې داؤد د جوليت د وژلو نه پس واپس راتلو او فوجيان کورونو ته واپس راروان وُو، نو د بنى اِسرائيلو هر ښار نه د ساؤل بادشاه سره مِلاوېدو دپاره ښځې بهر راووتلې. هغوئ د خوشحالۍ سندرې وئيلې، ګډېدې او بينجو او تمبل يې غږول.