23 تاسو به د هغوئ په وينو کښې خپلې پښې ووينځئ، او ستاسو سپى به خپله حِصه په خپلو ژبو وڅټى.“
هغۀ ته ووايه چې زۀ مالِک خُدائ هغۀ ته فرمايم چې د هغه سړى د وژلو نه پس، د هغۀ په جائيداد قبضه هم کوې څۀ؟ هغۀ ته ووايه چې زۀ داسې فرمايم، په کوم ځائ کښې چې سپو د نبوت وينه وڅټله نو سپى به هلته ستا وينه هم وڅټى.“
د هغۀ جنګى ګاډۍ د سامريه ډنډ سره صفا کړے شوه، چرته چې کنجرو لامبل نو هلته سپو د هغۀ وينې وڅټلې، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو چې داسې به کيږى.
صادقان به خوشحاله شى کله چې دوئ انتقام وګورى، نو خپلې پښې به د شريرانو په وينو کښې ووينځى.
کۀ هغوئ د کرمل غر په سر هم خپل ځانونه پټ کړى، زۀ به يې هلته هم ولټوم او راګېر به يې کړم. کۀ هغوئ زما نه د سمندر په بېخ کښې پټ شى، نو زۀ به هلته سمندرى مار له حُکم ورکړم چې وې چيچى.