22 مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ به خپل دشمنان د بسن نه واپس راښکته کړم، زۀ به هغوئ د سمندر د تل نه راوباسم،
هغه به د قومونو عدالت وکړى او د مړو به ډيرى ولګوى، او په زمکه به د ټولو بادشاهانو سرونه چخڼى کړى.
او بنى اِسرائيل په اوچه زمکه د درياب نه پورې وتل، د دوئ ښى او ګس طرف ته د اوبو دېوالونه وُو.
خو بنى اِسرائيل په اوچه زمکه د درياب نه پورې وتل او د دوئ ښى او ګس طرف ته د اوبو دېوالونه وُو.
خُدائ تعالىٰ داسې فرمائى، ”ګورئ، زۀ به قومونو ته اِشاره وکړم، او هغوئ به ستاسو زامن په غېږ کښې او ستاسو لوڼه په اوږو کورونو ته راولى.
ځکه چې زۀ به تاسو د نورو قومونو نه راغونډ کړم، زۀ به تاسو د ټولو مُلکونو نه راجمع کړم او خپل مُلک ته به مو واپس راولم.
بنى اِسرائيل راوګرځېدل او د بسن په لاره لاړل او د بسن بادشاه عوج د خپل لښکر سره راووتلو چې په ادرعى کښې په هغوئ باندې حمله وکړى.