Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 68:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 خو مالِک خُدائ به د خپلو دشمنانو سر هوار کړى، او د هغوئ کوپړۍ به هواره ‎کړى څوک چې د ګناه په لار روان وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 68:21
15 Iomraidhean Croise  

هغه به د قومونو عدالت وکړى او د مړو به ډيرى ولګوى، او په زمکه به د ټولو بادشاهانو سرونه چخڼى کړى.


خو، اے پاکه خُدايه، تۀ په خپله د تباهۍ په کنده کښې وغورزوې شريران، په ځوانۍ کښې به مړۀ شى دوکه ماران او قاتلان. خو زۀ به لرم په تا باندې ايمان.


کله چې تۀ بره لاړې قېديان دې ځان سره بوتلل. د بنيادمو نه درته تحفې مِلاو شوې د هغوئ نه هم کومو چې بغاوت کړے وو. نو هم داسې مالِک خُدائ هلته استوګنه وکړله.


کۀ څوک چرې په خپله توبه نۀ کړى، خُدائ به خپله تُوره ورته تېره کړى، نو ليندې ته به لاس پورته کړى.


بې‌شکه هغه به تاسو د ښکاريانو د دامونو نه خلاص کړى او هغه به تاسو د سختو بيماريانو نه بچ کړى.


موسىٰ ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”يرېږئ مه. کلک شئ،او تاسو به وګورئ چې مالِک خُدائ ستاسو د بچ کولو دپاره نن څۀ کوى، ځکه چې نن تاسو کوم مِصريان وينئ هغوئ به هيڅکله هم بيا ونۀ وينئ.


ګورئ، خُدائ پاک زما خلاصونکے دے، زۀ به په هغۀ توکل کوم او نۀ به يرېږم. ځکه چې مالِک خُدائ ما له طاقت راکوى او زما حفاظت کوى، هغه زما خلاصونکے دے.“


تۀ د خپلو خلقو بچ کولو دپاره بهر راغلې، چې خپل غوره کړے شوى بچ کړې. تا د بدعمله وطن مشر چخڼى کړل، تا هغوئ د سر نه تر پښو پورې بربنډ کړل.


بيا هغۀ يو بل نوکر ورولېږلو او دے هم هغوئ په سر سر وټکولو او بې‌عزته يې کړو.


بلکل نه، زۀ تاسو ته دا وايم چې کۀ تاسو توبه ګار نۀ شوئ نو ټول به هم هغه شان تباه شئ.“


نو پس خبردار شئ چې د هغۀ نه اِنکار ونۀ کړئ څوک چې تاسو ته کلام کوى. نو بيا هغه خلقو ته چې د خُدائ پاک کلام په زمکه اورولے شو، چې هغوئ رد کړو نو بچ نۀ شول، نو هغه پېغام چې د آسمان نه اورولے کيږى کۀ د هغۀ نه مخ اړوُو نو څنګه به بچ شُو؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan