Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 68:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 لکه څنګه چې لوګے د هوا په وړاندې زغلى، دغه شان تاسو دوئ د خپل ځان نه وزغلوئ. لکه څنګه چې موم د اور په مخکښې ويلې کيږى، دغه شان دې بدکاره خلق د خُدائ پاک په وړاندې تباه کيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 68:2
17 Iomraidhean Croise  

يوآب او د هغۀ سړى د حملې دپاره رامخکښې شول او شاميان وتښتېدل.


بنى اِسرائيلو شاميانو له بيا شکست ورکړو. داؤد او د هغۀ سړو اووۀ سوه د جنګى ګاډو والا او څلوېښت زره فوجيان ووژل او هغوئ د دشمن مشر سوباب زخمى کړو، چې بيا د جنګ په مېدان کښې مړ شو.


توئ شوے يم زۀ لکه اوبو په شان، هډوکى د جوړونو نه مې شوى دى بې‌ځايه. زړۀ زما ويلى شو د موم په شان،


خو بدکاران به فنا شى، او د مالِک خُدائ دشمنان به لکه د صحرا د ګلونو په شان ختم شى، او لکه د لوګى په شان به د نظر نه فنا شى.


صرف ستا نه يرېدل په کار دى، کله چې تۀ په قهر يې څوک ستا په وړاندې ودرېدے شى؟


ستا د انګورو بوټے پرې کړے شوے دے، او اور ته غورزولے شوے دے. او په خپل قهر دې دا خلق تباه کړه.


د مالِک خُدائ په وړاندې غرونه لکه موم داسې ويلى کيږى، د ټولې دُنيا د مالِک خُدائ په مخکښې داسې کيږى.


ستا د تندر په شان آواز اورېدو سره قومونه زغلى، ستا پاڅېدو سره هغوئ خوارۀ وارۀ شى.


لکه څنګه چې اور لرګى سيزى او اوبۀ خوټکوى، نو ستا راتګ به قومونه ولړزوى. بيا به ستا دشمنانو ته ستا د مشهورتيا پته ولګى.


د خلقو بدعملى د هغه اور په شان بليږى کوم چې د ازغو بوټى او غنې سوزوى. دا د ځنګل د هغه اور په شان بليږى کوم چې پاس په هوا کښې د لوږى ستنه جوړوى.


ستاسو جنګيالى ولې راغورزېدلى دى؟ هغوئ د مالِک خُدائ مخې ته نۀ شى ټينګېدلے ځکه چې هغه به هغوئ راوغورزوى.


نو ځکه دا خلق به د سحر د دُهند په شان عارضى وى او د سحر په نمر کښې د زر ختمېدونکې پرخې په شان وى. هغوئ به د هغه بوسو په شان وى چې هوا يې د درمند نه وړى، هغوئ به د انګيټۍ د لوږى په شان وى.


غرونه د هغۀ لاندې ويلى کيږى، او وادۍ په مينځ شليږى، څنګه چې موم د اور په وړاندې ويلى کيږى، څنګه چې اوبۀ د اوچت ځايونو نه لاندې راځى.


چې کله به هم د لوظ صندوق روان شو، نو موسىٰ به وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، پاڅه، خپل دشمنان خوارۀ وارۀ کړه او هغه خلق چې څوک ستا نه نفرت کوى هغوئ دې ته مجبور کړه چې وتښتى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan