12 ”بادشاهان سره د فوجه وتښتېدل.“ په کور کښې ښځو د غنيمت مالونه تقسيم کړل.
مالِک خُدائ د هغوئ د جنګى ګاډو پايې ونښلولې، نو چې هغه په سختۍ سره چلېدلې. مِصريانو ووئيل، ”مالِک خُدائ زمونږ خِلاف د بنى اِسرائيلو دپاره جګړه کوى. راځئ چې د بنى اِسرائيلو نه وتښتُو.“
څۀ څيز چې نيولے شوے وى هغه په دوه برابرو حِصو کښې تقسيم کړئ، يوه حِصه به د هغو کسانو دپاره وى چې جنګ له تلى وى او يوه حِصه به د نور قوم وى.
نو موسىٰ او اِلىعزر اِمام هغه سرۀ زر خېمې ته يوړل، چې د بنى اِسرائيلو د يادګيرنې دپاره د مالِک خُدائ په حضور کښې پراتۀ وى.
په هغه وخت هغه پينځۀ امورى بادشاهان وتښتېدل او د مقيده په غار کښې پټ شول،
يشوَع دا ټول بادشاهان او د هغوئ علاقه په يو وخت کښې فتح کړه ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو په جنګ کښې مدد کولو.
نو بيا د زمکې بادشاهانو، سردارانو، جرنيلانو، مالدارانو، طاقتورو، غلامانو او آزادو ټولو خلقو په غارونو او د غرونو په ګټانو کښې خپل ځانونه پټ کړل.
په تعنک کښې، د مِجدو نِهر سره، بادشاهان راغلل او هغوئ جنګ وکړو، د کنعان بادشاهانو جنګ وکړو، خو هغوئ سپين زر لوټ نۀ کړل.
”هغوئ لوټ شوے مال تقسيموى، د هر فوجى دپاره يوه يا دوه ښځې، د سِسيرا دپاره به رنګ شوې جامې وى، آو، هغه ښې ګُلکارى شوې ټوکړې چې زما د غاړې دپاره دى.“
چې تاسو څۀ وايئ نو هغې ته هيڅ څوک هم نۀ راضى کيږى. هر څۀ به داسې تقسيميږى، هر څوک چې وروستو د سامان سره پاتې وى نو هغۀ ته به هم دومره حِصه ملاويږى چې څومره هغه کسان اخلى چې جنګ له تلى وى.“