Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 67:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 اے پاکه خُدايه، په ټولو قومونو دې ستا ثناء صِفت بيان شى، او ټول قومونه دې ستا ثناء خوان شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 67:3
8 Iomraidhean Croise  

ما ته ژوند راکړه ترڅو ستا ثناء صِفت وکړمه او ستا قانون دې ما وساتى


تۀ ما د قېد نه خلاص کړه، چې ستا د نوم ثناء صِفت وکړم. نو بيا به صادقان رايوځائ شى زما په حقله، ځکه ستا د مهربانۍ په وجه.


نسل در نسل به زۀ ستا نوم د عزت قابل کړم، نو قومونه به تر ابده پورې ستا ثناء خوان وى.


ټول قومونه دې ستا ثناء صِفت بيان کړى، اے پاکه خُدايه، ستا په صِفت دې ټول قومونه ثناء خوان شى.


مظلومان مۀ پرېږده چې دوباره شرمنده شى، مسکينان او غريبانان دې ستا د نوم ثنا خوان شى،


هغه فرمائى، ”زما خِدمت کوونکيه، زۀ ستا دپاره يو لوئ مقصد لرم. تۀ به نۀ صرف هغه بنى اِسرائيليان بحال کړې چې کوم ژوندى پاتې دى، بلکې زۀ به تا د قومونو دپاره رڼا وګرځوم نو چې دغه شان تۀ زما خلاصون ټولې دُنيا ته ورسوې.“


نو بنى اِسرائيل به تر هغه وخته پورې خپلو دشمنانو ته پرېښودلے شى ترڅو چې د يوې اُميدوارې ښځې د ماشوم د پېدا کېدو وخت پوره شى. او چې د هغۀ نور وروڼه د بنى اِسرائيلو سره د اِتحاد کولو دپاره راواپس شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan