1 خُدائ پاک دې په مونږ مهربانه شى او مونږ ته دې برکت راکړى، او په مونږ دې د خپل مخ نُور وځلوى.
خپل د مخ رڼا دې په خپل خِدمتګار وځلوه او د خپل شريعت تعليم دې ما ته راکړه
بچ کړه خپل خاص خلق او ورته برکت ورکړه، شپون د هغوئ جوړ شه تل يې په خپلو لاسونو کښې اوچت کړه.
خپله د مخ رڼا دې په خپل خِدمتګار وځلوه. په خپله نۀ ختمېدونکې مينې سره دې ما بچ کړه.
نو اوره زما سوال کله چې تا ته په ژړا يم، تۀ چې وائې زما په حقله خُدايه، زۀ چې بېګناه يم. زما مشکل آسان کړه، مهربان شه سوال مې اوره.
ډېر خلق تپوس کوى، ”مونږ سره به څوک ښۀ وى؟ اے مالِکه خُدايه، خپله د مخ رڼا دې په مونږ وځلوه.“
اے مالِکه خُدايه ما مۀ رټه په خپله غصه کښې ما ته قهر مۀ کوه زما په سمولو کښې.
خُدائ پاک په يهوداه کښې مشهور دے، د هغۀ په بنى اِسرائيلو کښې لوئ نوم دے.
اے ربُ الافواج خُدايه، مونږ دوباره په خپل حال کړه، د خپل مخ رڼا دې په مونږ وځلوه، چې ترڅو مونږ خلاصون حاصل کړُو.
ربُ الافواج خُدايه، مونږ دوباره په خپل حال کړه، د خپل مخ رڼا دې په مونږ وځلوه، چې ترڅو مونږ خلاصون حاصل کړُو.
د مالِک عيسىٰ مسيح فضل او د خُدائ پاک مينه او د روحُ القُدس شراکت دې تاسو ټولو سره وى.
ځکه چې خُدائ پاک په خپله دا فرمائيلى دى چې، ”د تيارې نه دې رڼا وځليږى،“ نو هغۀ زمونږ په زړونو کښې د خُدائ پاک د جلال د عِلم رڼا د عيسىٰ مسيح په مخ باندې وځلوله.
ټوله ثناء دې خُدائ پاک زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح پلار ته وى، چا چې مونږ ته هر قسمه روحانى برکتونه په آسمانى ځايونو کښې د مسيح سره د يووالى په وجه راکړى دى.
اے مالِکه خُدايه، خپل خلق اِسرائيليان معاف کړه څوک دې چې تا د مِصر نه آزاد کړل. مونږ معاف کړه او د يو بېګناه کس د قتل ذمه وارى زمونږ په غاړه مۀ اچوه.