7 هغه د تل دپاره په خپل طاقت بادشاهى کوى، او قومونه د خپل نظر لاندې ساتى چې دوئ خو د دۀ خلاف سرکشى نۀ کوى.
مالِک خُدائ په ټوله دُنيا د دې دپاره نظر اچوى چې هغه کسانو له طاقت ورکړى چې د چا زړۀ د اخلاصه د هغۀ وفادار وى. تۀ څومره کم عقل يې. د اوس نه به تۀ په جنګ کښې راګېر يې.“
ځکه چې هغه زورَور او د حِکمت خاوند دے او څوک هم چې د هغۀ مخالفت کوى نو نقصان به اوچتوى.
مالِک خُدائ په خپل مقدس کور کښې دے، هم اوس مالِک خُدائ د خپل آسمانى تخت نه بادشاهى کوى. هر يو انسان هغه په خپله د نزدې نه ګورى، او په زمکه هر يو کس آزمائى.
د بدکارانو ارمانونه تۀ مۀ پوره کوه، اے مالِکه خُدايه، او د دوئ منصوبې کاميابېدو ته مۀ پرېږده، هسې نه چې دوئ مغروره شى.
ستا بادشاهى د تل بادشاهى ده، ستا حکومت په ټولو نسلونو کښې پاتې کېدونکے دے. مالِک خُدائ په خپلو ټولو وعدو وفادار دے، او هغه په خپلو ټولو پېدا کوونکو مِهربانه دے.
د آسمان نه مالِک خُدائ لاندې ګورى او هغه ټول بنيادمان وينى،
خُدائ پاک يو ځل وفرمائيل، نو ما بار بار واورېدل، چې خُدائ پاک زورَور دے،
هيڅ څوک د مشرق نه تر مغربه پورې نشته، او نۀ په صحرا کښې څوک شته چې انسان اوچت کړى.
اوس ما ته پته ولګېده چې مالِک خُدائ د نورو ټولو معبودانو نه لوئ دے، ځکه چې هغۀ خپل خلق د مِصريانو نه بچ کړل کله چې مِصريانو دوئ ته سپک کتل.“
د اوو کالونو نه وروستو، ما نبوکدنضر خپلې سترګې د آسمان طرف ته اوچتې کړې، او زما عقل دوباره بحال شو. او ما د خُدائ تعالىٰ ثناء صِفت ادا کړو، او د هغۀ احترام او جلال مې بيان کړو څوک چې د تل دپاره ژوندے دے. د هغۀ بادشاهى تر ابده پورې ده، او د هغۀ بادشاهى نسل در نسل پورې ده.
د هغۀ په مقابل کښې د زمکې ټول خلق هيڅ نۀ دى. هغه د آسمانى فرښتو او د زمکې د خلقو سره چې څۀ غواړى هغه کوى. د هغۀ لاس هيڅوک نۀ شى نيولے او نۀ ورته څوک دا وئيلے شى چې، ”تا څۀ وکړل؟“
بيا عيسىٰ ورغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے.
او مونږ په آزمېښت کښې مۀ اچوه، خو مونږ د بدۍ نه بچ کړه.