Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 66:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 خُدائ پاک چې څۀ کړې دى راشئ هغه وګورئ، او هغۀ چې بنيادمو له کوم لوئ کارونه کړى دى هغه وګورئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 66:5
11 Iomraidhean Croise  

د حام په مُلک کښې يې معجزې وکړې او د بحرِقُلزم سره يې عجيبه کارنامې وکړې.


د مالِک خُدائ کارونه ډېر لوئ دى، څوک چې په دې فکر کوى نو په هغې کښې خوشحاله دى.


راشئ او د مالِک خُدائ کارونه وګورئ، هغه تباهى چې کومه هغۀ په دُنيا باندې راوستلې ده وګورئ.


هغه په ټوله دُنيا کښې جنګونه ختموى، ليندې او نېزې ماتوى او ډالونه سوزوى.


هغۀ ټول قومونه زمونږ تابع کړل، او مُلکونه يې زمونږ د پښو لاندې کړل.


ما ته راشئ او غوږ ونيسئ تاسو ټول څوک چې د خُدائ پاک نه يرېږئ، نو تاسو ته به زۀ اوس ووايم چې هغۀ ما له څۀ کړى دى.


خُدائ پاک ته ووايئ، ”ستا کارونه هيبتناک دى او زور طاقت دې ډېر لوئ دے. نو ځکه ستا ټولو دشمنانو ستا په وړاندې خپل سرونه ټيټ کړى دى.


هغوئ دې ستا د لوئ او هيبتناک نوم ثناء صِفت وکړى، ځکه چې ستا نوم پاک دے،


د څلور واړو پايو ريمونه لوړ او يروونکى وُو، او په هغه څلورو واړو ريمونو باندې ګېرچاپېره سترګې وې.


نۀ داسې جادو شته او نۀ داسې کوډې شته، چې د بنى اِسرائيلو په قوم باندې وشى. خلق به اوس د بنى اِسرائيلو په حقله ووائى، ګورئ، خُدائ پاک د هغوئ دپاره څۀ کړى دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan