20 ثناء صِفت دې هغه خُدائ پاک ته وى چا چې زما دُعا رد نۀ کړه، هغۀ خپله ابدى مينه ما سره ختمه نۀ کړه.
ځکه هغۀ نۀ د حاجتمندانو درد ته سپک وکتل، او نۀ هغۀ د هغوئ ضرورتونو ته شا کوى نو هغه د هغوئ فريادونه اورى.
نو د يرې نه ما چغه کړه چې، ”زۀ د مالِک نظر نه غورزېدلے يم.“ خو تا زما واورېدل کله چې زۀ د مدد دپاره ژړېدلے يم.
ما تۀ د خپل حضور نه مۀ شړه، خپل مقدس روح زما نه مۀ بوځه.
په خپل مقدس ځائ کښې ستا شان څومره لوئ دے، پاکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک طاقت او قدرت ورکوى خپلو خلقو ته، ثناء صِفت دې وى خُدائ پاک ته.