Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 66:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 کۀ زما په زړۀ کښې د ګناه دپاره ځائ وو، نو مالِک خُدائ به زما سوال اورېدلے نۀ وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 66:18
10 Iomraidhean Croise  

په حقيقت کښې خُدائ پاک بې‌مقصده فرياد نۀ اورى، او نۀ قادر خُدائ دې ته څۀ توجو ورکوى.


خبردار، چې د بدعملۍ طرف ته وانۀ وړې، خُدائ پاک ځکه په تکليف کړے يې چې په بدعملۍ کښې آخته نۀ شې.


مالِک خُدائ د بدعمله خلقو نه لرې وى، خو هغه د صادقانو دُعاګانې اورى.


مالِک خُدائ د بدکارانو د قربانۍ نه نفرت کوى، خو د نېکانو دُعا هغه خوشحالوى.


کۀ يو سړے د غريب ژړا فرياد ته خپل غوږونه بند کړى، نو د هغۀ خپله ژړا فرياد به څوک نۀ اورى.


خُدائ پاک د هغه چا د دُعا نه نفرت کوى څوک چې د شريعت نه مخ اړوى.


کله چې تاسو د دُعا دپاره لاسونه پورته کړئ، نو زۀ به ستاسو نه مخ واړوم. تاسو چې هر څومره دُعاګانې وکړئ، نو زۀ به يې نۀ قبلوم، ځکه چې ستاسو لاسونه په وينو رنګ دى.


مونږ ته پته ده چې خُدائ پاک د ګناهګارو نۀ اورى، خو هغه د هغه چا اورى چې د هغۀ عبادت کوى او د هغۀ رضا پوره کوى.


تر دې چې تاسو يې غواړئ خو څۀ په لاس نۀ درځى، دا ځکه چې تاسو يې په بد نيت سره غواړئ، د دې دپاره چې تاسو يې په خپل عېش و عشرت ولګوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan