17 په خپله خولۀ ما هغۀ ته سوال زارى وکړه او زما ژبې د هغۀ ثناء صِفت بيان کړو.
نو زۀ به څنګه مالِک خُدائ له د هغې بدل خلاص کړم، د هغۀ د ټولو هغه ښېګړو چې ما سره يې کړى دى.
اے زما پاکه خُدايه، بادشاه، زۀ به ستا لوئى بيانوم، او زۀ به د تل دپاره ستا د نوم ثناء صِفت کوم.
اے مالِکه خُدايه ستا ثناء صِفت بيانوم، ځکه چې تا زۀ بچ کړم، زۀ دې د دشمنانو د مسخرو نۀ کړم.
اے مالِکه خُدايه، ما تا ته ژړا او فرياد وکړو ما مالِک ته د رحم سوال وکړو او ومې وئيل،
”تا ته څۀ فائده ده چې زۀ مړ شم، او ګور ته لاړ شم؟ زما خاورې ستا ثناء صِفت کولے شى څۀ؟ دا ستا وفادارى بيانولے شى څۀ؟
مالِک خُدائ زما عاجز دُعا واورېدله، د خپلو ټولو تکليفونو نه هغۀ زۀ خلاص کړم.