13 زۀ به سوزېدونکې قربانۍ ستا کور ته راوړم، خپلې کړې وعدې به تا سره پوره کړم،
نو تاسو به هغۀ ته سوال وکړئ او هغه به ستاسو سوال قبول کړى، او تاسو به خپل قسمونه پوره کړئ.
د هغۀ در ته د شُکر ګزارۍ سره ورننوځئ، او د هغۀ دربار ته د ثناء صِفت کولو سره ورننوځئ، د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ او د هغۀ د نوم ثناء صِفت وکړئ.
زۀ به د مالِک خُدائ سره خپلې ټولې وعدې پوره کړم، د هغۀ د ټولو خلقو په وړاندې به خپلې وعدې پوره کړم.
هغۀ ما دپاره د صداقت دروازې پرانستې دى، زۀ به په کښې وردننه شم او د مالِک خُدائ شکريه به ادا کړم.
مالِک خُدائ، خُدائ پاک دے، هغۀ خپله رڼا په مونږ باندې وځلوله، قربانۍ راولئ او په پړو يې د قربانګاه ښکرونو سره وتړئ.
زۀ به په لويه ډله کښې ستا ثناء صِفت وکړم، د مؤمنانو په وړاندې به زۀ خپل نذرونه پېش کړم.
اے پاکه خُدايه، زۀ به تا سره د نذرانې وعده خپله سر ته رسوم، زۀ به تا ته د شکرانې نذرانې پېش کوم،
تۀ په خپله د ټولو دُعاګانې اورې، ټول خلق به تا ته راشى.
کله چې تۀ خُدائ پاک ته يوه منښته ومنې، نو چې څومره زر کېدے شى نو دا منښته پوره کوه. هغه د کم عقلو خلقو نه خوشحال نۀ وى. کومه منښته چې ومنې نو هغه سر ته رسوه.
خو زۀ به د شُکر ګزارۍ آواز سره تا ته قربانى وکړم. او څۀ منښته چې ما منلې ده هغه به زۀ پوره کوم. مالِک خُدائ خلاصونکے دے.“
په غرونو نظر د هغه چا پښو ته واچوئ څوک چې ښۀ زېرے راوړى، او د امن و امان پېغام او د خلاصون اعلان کوى. اے يهوداه خپل اخترونه وکړئ، او خپلې عام منښتې کوئ. بدعمله به نور هيڅکله په تاسو قبضه نۀ کوى، هغوئ به په مکمل توګه تباه شى.
مالِک خُدائ ته منښته نۀ منل ګناه نۀ ده،
خو کۀ تاسو په خپله خوښه يوه منښته ومنئ، نو ګورئ هغه وعده به پوره کوئ.
کله چې تاسو د بل چا د انګورو باغ سره تېرېږئ، نو چې څومره انګور غواړئ هغه خوړلے شئ، خو د هغې نه به په يوه ټوکرۍ کښې انګور نۀ وړئ.
ځکه دې د عيسىٰ په وسيله مونږ مسلسل خُدائ پاک ته د شُکر ګزارۍ قربانى پېش کوُو او دا د ذکر هغه مېوه ده چې د هغۀ د نوم اقرار کوى.
کله يې چې هغه وليده، نو هغۀ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او وې وئيل، ”اے زما لورې، زۀ خو به تباه او برباد شم. ما چې د مالِک خُدائ سره کوم لوظ کړے دے، زۀ خو هغه نۀ شم ماتولے.“