1 اے د ټولې دُنيا خلقو خوشحالى وکړئ. خُدائ پاک ته د خوشحالۍ نعرې ووهئ.
نو داسې ټول بنى اِسرائيليان د لوظ صندوق سره يروشلم ته روان وُو. او د خوشحالۍ نه يې چغې وهلې، د بيګلو، ښکرو، چمټو او بينجو د موسيقۍ آوازونه وُو.
اے د دُنيا خلقو، د خوشحالۍ نعرې مالِک خُدائ ته ووهئ،
هر يو ساه لرونکے دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړى، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ.
د هغۀ ثناء صِفت وکړئ څوک چې په عرش باندې د ازل نه ناست دى، هغه چا ته څوک چې په دروند آواز غږيږى.
خُدائ پاک ته د خوشحالۍ حمدونه ووايئ څوک چې زمونږ زور دے، د يعقوب پاک خُدائ ته سندرې ووايئ
مالِک خُدائ ته يوه نوې سندره ووايئ، اے ټولې دُنيا مالِک خُدائ ته سرود ووايئ.
اے د زمکې ټولو خلقو، مالِک خُدائ ته خوشحالى وکړئ، د خوشحالۍ په آوازونو او ساز سره ورته سندرې ووايئ،
مونږ د دُنيا د آخرى سرونو نه سندرې اورو، هغه سندرې چې صادق خُدائ پاک ته لوئى ورکوى. خو زما زړۀ د غمه ډک دے. زما دپاره ژاړئ ځکه چې زۀ دوړېږم. دوکې تر اوسه موجودى دى او هر طرف ته دوکه باز دى.