4 بختور دى هغوئ څوک چې تا په خپله غوره کړى دى، چې ستا په دربار کښې اوسيږى او خپل ځان ته دې نزدې کړى دى. مونږ به ستا د مقدس کور په نعمتونو ماړۀ کړې.
نو د هغوئ سوال اوره. په آسمان کښې، چرته چې اوسېږې په هغوئ مهربان شه او د خپلو خلقو ټول ګناهونه معاف کوه.
ځکه چې مالِک خُدائ يعقوب غوره کړو، د دې دپاره چې هغه د هغۀ شى، او بنى اِسرائيل چې د هغۀ خاص ملکيت شى.
څوک مالِکه خُدايه ستا مقدس کور کښې عبادت ته داخلېدے شى؟ ستا په مقدس غر څوک ستا حضور کښې اوسېدے شى؟
ځکه زۀ يمه صادق ستا مخ به ووينم، زۀ چې کله راپاڅم ستا ديدن به وکړم په ليدو ستا به مطمئن شم.
بېشکه ستا نېکى او مينه به وى زما د ټول ژوند دپاره، زۀ به د مالِک خُدائ کور کښې اوسېږم د تل دپاره.
اے زړو دروازو کولاو شئ، ابدى ورونو خلاص شئ، چې د جلال بادشاه دننه درشى.
څومره بختور دے هغه قوم د چا خُدائ چې مالِک خُدائ وى، او د خپل ميراث دپاره چې هغۀ غوره کړى وى.
معمور به کړې هغوئ په پرېمانه مېلمستيا د خپل کور، او تۀ به هغوئ د خپل برکتونو د درياب نه کړې معمور.
پرهرونه مې ټول سخا شول بوئ ترې روان شوے دے، زما د کم عقلتوب په وجه مې ځکه دا حال دے.
په دې باندې خبر شئ چې خپل خلق يې د خپل ځان دپاره د نورو خلقو نه جدا کړى دى، زما سوالونه قبلوى کله چې مالِک خُدائ ته ما کړى دى.
ځان به زما داسې موړ شى لکه په غوره خوراک. زۀ به په خوشحالۍ سره وايم ستا ثناء او صِفت،
بختور دى هغوئ څوک چې ستا کور کښې اوسيږى، دوئ به مدام هلته ستا ثناء صِفت کوى.
زۀ به ستړو ستومانو ته طاقت ورکړم او مړاوى شوى به تازه کړم.
ستا په شان خُدائ څوک دے چې په خپلو غوره شوو کښې د بچ شوو خلقو جرمونه معاف کړى او د هغوئ ګناهونه نظر انداز کوى؟ ستا غصه د همېشه دپاره نۀ وى، خو تۀ په رحم ښودلو خوشحالېږې.
ځکه چې هغۀ مونږ په خپله مينه کښې د دُنيا د پېدايښت نه مخکښې په مسيح کښې خوښ کړُو چې مونږ د هغۀ په نظر کښې پاک او بېداغه شُو.
خو په مالِک کښې زمونږ ګرانو وروڼو او خوېندو، مونږ ته همېشه ستاسو په حقله د خُدائ پاک شُکر کول په کار دى، ځکه چې تاسو د خُدائ پاک اولنۍ د خلاصون غوره کړے شوې مېوه يئ کوم خلاصون چې د روحُ القُدس په وسيله ملاويږى او هغه تاسو پاکوى چې په حق ايمان راوړئ.
هر هغه څوک چې کامياب شى نو هغوئ به زما د خُدائ د کور ستن شى، او هغوئ به هر وخت په هغې کښې اوسيږى. زۀ به په هغوئ د خپل خُدائ نوم وليکم او هغوئ به زما د خُدائ پاک د ښار اوسېدونکى شى يعنې د نوې يروشلم کوم چې د آسمان نه ښکته راځى او زۀ به پرې خپل نوے نوم وليکم.