3 کله چې مونږ د خپلو ګناهونو لاندې راګېر شولو، نو زمونږ ټول ګناهونه دې معاف کړل.
مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”ما ستا دُعا اورېدلې ده، کومه چې تا زما په وړاندې کړې ده. کوم کور چې تا جوړ کړے دے هغه زۀ مقدس کوم او هغه به داسې ځائ وى چې همېشه به هلته زما عبادت کيږى. زما به په دې نظر وى او همېشه به زړۀ کښې اوسى.
بيا د آموص زوئ يشعياه حزقياه له دا پېغام ولېږلو، ”مالِک خُدائ د اِسرائيل خُدائ پاک فرمائى چې، ما د اسوريانو بادشاه سينحرب په حقله ستا دُعا اورېدلې ده.
”د مالِک خُدائ د خلقو بادشاه حزقياه له واپس لاړ شه او هغۀ ته ووايه، ما يعنې مالِک خُدائ، ستا د پلار نيکۀ داؤد خُدائ پاک ستا دُعا اورېدلې ده او ستا اوښکې مې ليدلې دى. زۀ به تا روغ کړم او په درې ورځو کښې به د مالِک خُدائ کور ته لاړ شې.
زما ګناهونه په ما باندې غالب شوى دى، د ګناه دا پنډ د وړلو د برداشت نه بهر شوے دے.
خو زۀ ډېرو مصيبتونو راګېر کړے يم، لار رانه خطا شوه په ګناهونو کښې ډوب شوے يم، ګناهونه مې د سر وېښتو نه ډېر دى بېوسه شوے يم.
تۀ زما ګناه ووينځه نو زۀ به صفا شم، تۀ مې ووينځه نو زۀ به هم د واورې نه زيات سپين شم.
زمونږ مدد وکړه، اے زمونږ خلاصونکى پاکه خُدايه، چې ستا نوم جلال ومومى، د خپل نوم په خاطر مونږ ته خلاصون راکړه او زمونږ ګناهونه معاف کړه.
هغۀ زما شونډو له بَله سکروټه وروړله او وې فرمائيل، ”دا سکروټه ستا د شونډو سره لګېدلې ده، نو په دې وجه ستا قصور ختم شو او ستا ګناهونه معاف شول.“
مالِک خُدائ فرمائى، ”د هرې نوې مياشتې په راختو او د هر سبت په ورځ به ټول خلق ما له راځى او زما عبادت به کوى.
اے مالِکه خُدايه، تۀ زما طاقت او زما قلعه يې، د مصيبت په وخت کښې زما پناه ګاه يې. د دُنيا د آخر سر نه به قومونه تا ته راشى او وائى به چې، ”زمونږ پلار نيکۀ سره هيڅ نۀ وو بلکې دروغژن معبودان، هغه بېکاره بُتان چې دوئ ته هيڅ قسمه ښېګړه نۀ شى ورکولے.
”په هغه ورځ به چينه د داؤد د خاندان او د يروشلم اوسېدونکو دپاره کولاو شى چې دوئ د ګناه او ناپاکۍ نه پاک کړى.
بله ورځ يحيىٰ وليدل چې عيسىٰ د هغۀ طرف ته راروان دے. هغۀ وفرمائيل چې، ”وګورئ، د خُدائ پاک ګډورے څوک چې د دُنيا ګناه په ځان وړى.
ځکه څۀ چې زمونږ د ګناه فطرت غواړى هغه د خُدائ پاک د روح خلاف دے، او څۀ چې د خُدائ پاک روح غواړى هغه د ګناه د فطرت خلاف دے، نو دا په خپلو کښې د يو بل خلاف دى، نو په دې وجه تاسو چې څۀ کول غواړئ هغه نۀ شئ کولے.
نو د مسيح په وينه به لا نور څومره پاک شى، چا چې د ابدى روح په وسيله خپل ځان خُدائ پاک ته د بېعېبه قربانۍ په طور پېش کړو، چې هغه زمونږ ضمير شرارت اميز عملونو نه پاک کړى او چې مونږ د ژوندى خُدائ پاک عبادت وکړُو.
او د عيسىٰ مسيح د طرف نه چې وفادار ګواه دے او چې د مړو نه اول ژوندے پاڅېدو او د زمکې د بادشاهانو سردار دے. هغه مونږ سره مينه کوى او مونږ يې د خپلې وينې په قربانۍ د ګناهونو نه آزاد کړُو.