10 قُلبه شوې پټى په باران سيرابه کوې، لوړې ژورې او لوټې يې هواروې. په باران سره يې نرموې، او فصلونو ته يې برکت ورکوې.
هغه دا کارونه ځکه کوى چې خلقو ته په کښې تکليف مِلاو شى يا کۀ نۀ ختمېدونکې مينه ورته ښائى.
او تۀ د خپل آسمانى کور نه غرونه اوبۀ کوې، او ستا د کارونو د مېوو په وجه زمکه معموريږى.
هغه آسمان په وريځو کښې پټوى، او هغه په زمکه بارانونه راوروى، او په غرونو او غونډو واښۀ راشنۀ کوى.
ستا غوره شوى خلق په هغه ځائ کښې اوسېدل. پاکه خُدايه، تا مسکينان د خپل سخاوت په وجه ماړۀ کړل.
نو زۀ به په صحيح وخت باران وروم، هغه زمکه به فصلونه پېدا کړى او ونې به مېوې ونيسى.
زما تعليمات به د باران په شان راپرېوځى، او زما پېغام به د پرخې په شان راکوزيږى. پرېږده چې زما خبرې په تازه واښو باندې د باران په شان راپرېوځى، او چې د نرى باران په شان په شنو بوټو باندې ووريږى.