1 په صيون کښې، پاکه خُدايه، تۀ د ثناء صِفت لائق يې. منښتې به هم تا ته وړاندې کيږى
داؤد په قلعه کښې د اوسېدو دپاره لاړو نو په دې وجه دا د داؤد ښار بللے شى.
کله چې د لوظ صندوق ښار ته راوړلے شو، نو په دې وخت کښې د ساؤل لور او د داؤد ښځې ميکل د کړکۍ نه بهر وکتل او وې ليدل چې داؤد بادشاه د خوشحالۍ نه ټوپونه وهل، نو هغې ورته په زړۀ کښې سپک وکتل.
راپاڅه اے مالِکه خُدايه، په خپل ټول قدرت، مونږ به ووايو سندرې او ثناء ستا د زور او طاقت.
اے پاکه خُدايه، زۀ به تا سره د نذرانې وعده خپله سر ته رسوم، زۀ به تا ته د شکرانې نذرانې پېش کوم،
زما ځان صرف په خُدائ پاک کښې آرام مومى، ځکه چې زما د خلاصون مالِک هغه دے.
مالِک خُدائ خپل خُدائ ته منښتې ومنئ او هغه بيا ورکړئ، هغوئ ټول چې د هغۀ په خوا او شا کښې دى، او د چا نه چې يرېدل په کار دى هغۀ ته دې نذرونه ورکړى،
د هغۀ خېمه په شاليم کښې ده، او د هغۀ استوګنه په صيون کښې ده.