9 او ټول انسانان به وۀ يريږى. دوئ به د خُدائ پاک د شان کارونه بيان کړى، او د هغۀ په کارونو به فکر کوى.
زما ځان په غوښتو غوښتو ستړے شوے دے هر وخت ستا د قانون غوښتو دپاره.
بلې شوې سکروټې دې په هغوئ راپرېوځى، او هغوئ دې په اور کښې وغورزولے شى، او هغوئ دې چکړو دلدل ته وغورزيږى چې بيا ترې راوتلے نۀ شى.
هغۀ زما په ژبه باندې نوې نغمه سازه کړه، او زمونږ د خُدائ پاک د ثناء صِفت حمد يې راکړو، ډېر چې دا ووينى نو هغوئ به وۀ يريږى او په مالِک خُدائ به يقين وکړى.
خو بيا هم داسې ويرېدل چې دې نه وړاندې کله هم داسې نۀ وُو يرېدلى. خُدائ پاک به ستا د دشمنانو هډُوکى تس نس کړى. او هغوئ به وشرميږى ځکه چې خُدائ پاک سپک کړى دى.
او خلق به دا ووائى، ”بېشکه چې صادقان به خپل اجر ومومى، بېشکه چې يو داسې خُدائ شته چې د دُنيا اِنصاف کوى.“
په خپل قهر سره دې دوئ تباه کړه، چې يو هم پاتې نۀ شى بلکل يې جارُو کړه. نو ټوله دُنيا په دې خبر کړه، چې خُدائ په بنى اِسرائيلو حکومت کوى.
ستاسو په محفلونو کښې تاسو سره رباب، بينجو، تمبلونه، شپېلۍ او مے وى. دا خو ستاسو په خيال کښې هم نۀ راځى چې مالِک خُدائ څۀ کوى. او څۀ چې هغه کوى نو تاسو د هغې لحاظ نۀ کوئ.
هغه کسانو ته غوږ شئ څوک چې د بابل نه راتښتېدلى دى، نو هغوئ په يروشلم کښې وائى چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د هغوئ نه څنګه انتقام اخلى څوک چې د هغۀ کور تباه کوى.
مالِک خُدائ دا خبره څرګنده کړه چې مونږ په حقه يُو. راځئ چې په صيون کښې هغه څۀ ووايو کوم کارونه چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک کړى دى.
تاسو به په خپله مطمئن شئ کله چې تاسو د هغوئ چال چلن او د هغوئ کردار وګورئ، نو تاسو به په دې پوهه شئ چې ما بې د کومې وجې په هغوئ باندې تکليف او افت نۀ دے نازل کړے. ما، مالِک قادر مطلق خُدائ وفرمائيل.“
هر څوک چې هوښيار وى نو هغه دې په دې خبرو باندې پوهه شى او په خپلو زړونو کښې دې ځائ ورکړى. د مالِک خُدائ لارې صحيح دى او صادقان خلق په دې روان وى، خو سرکشه به په دې لارو تيندک وخورى او وبه غورزيږى.
هم په دغه وخت يوه سخته زلزله راغله، او د ښار لسمه حِصه راوغورزېدله. اووۀ زره کسان په دې زلزله کښې هلاک شول او نورو په يره کښې د آسمانى خُدائ پاک ثنا وئيله.