7 خو خُدائ پاک به دوئ په غشو باندې ولى، او ناګهانه به دوئ زخمى کړى.
خو يو شامى فوجى يو غشے هسې وويشتلو او په دې باندې اخىاب د خپلې زغرې د جوړ په مينځ کښې ولګېدو. نو اخىاب د خپلې جنګى ګاډۍ چلوونکى ته آواز وکړو، ”زۀ زخمى شوم، واپس شه او د جنګ نه ووځه.“
ځکه چې زۀ د قادر خُدائ په غشو باندې لګېدلے يم، د دې زهر زما په بدن کښې خوريږى، د خُدائ پاک افتونه په ما باندې راروان دى.
خپل دشمنان يې کړل خوارۀ د غشو په ويشتو سره، و يې زغلول د تندر په ګړزار او په برېښنا سره.
هغوئ د پټ ځائ نه په بېګناه کس ګزارونه کوى. دوئ د چا نه نۀ يريږى ناڅاپه پرې ګزارونه کوى.
ناګهانه به هغوئ برباد شى، دوئ به په يره او وحشت کښې راګېر شى او په پوره طور سره به فنا شى،
څوک چې د ډيرې رټنې باوجود بيا هم په خپل ضد قائم وى، نو هغه به ناګهانه تباه شى او هيڅ علاج به يې نۀ وى.
نو په هم دې وجه په داسې کس باندې ناګهانى افت راځى، او ناګهانه به هغه ټوټې ټوټې شى او بيا به د جوړېدو نۀ وى.
دا يو ډېر لوئ مصيبت دے چې په مخ د زمکې کيږى، د هر ژوندى هم يو قِسمت دے يعنې مرګ. د دې نه علاوه، د ټولو خلقو زړونه د بد کارۍ نۀ ډک دى او د ژوندون په دوران کښې د هغوئ په زړونو کښې بېوقوفتوب وى او بيا دوئ مړۀ شى.
دا ګناه به ستاسو دپاره د يو داسې اوچت دېوال په شان وى چې چاودے او کوږوالے پکښې راغلے وى او دېوال کينوى او بيا سمدستى يو درز سره زمکې ته راګزار شى.
د انسان زړۀ د هر څۀ نه زيات دوکه مار وى، او د شرارت نه ډک وى. څوک پرې هم نۀ پوهيږى.
نو هغه وخت به دوه کسان په پټى کښې وى، يو به بوتلے شى او بل به پرېښودلے شى.
زۀ به په هغوئ باندې نۀ ختمېدونکى افتونه راولم او د هغوئ خِلاف به خپل ټول غشى استعمال کړم.
زما غشى به د هغوئ په وينه کښې ډُوب شى، او زما تُوره به هغه ټول ووژنى څوک چې زما مخالفت کوى. څوک چې زما خِلاف جنګ کوى زۀ هغه يو کس هم نۀ پرېږدم. تر دې پورې چې زخميان او قېديان به هم مړۀ شى.“