6 دوئ په بېاِنصافۍ سره منصوبې جوړوى، او دوئ وائى چې، ”مونږ ډېره ښۀ منصوبه جوړه کړُو.“ د انسان عقل او زړۀ دواړه څومره چالاکه دى.
نو زما چغو سره هغۀ بهر منډه کړه او قميص يې زما سره پرېښودو.“
بد کار د خپل ځان سره دا وائى چې، ”د خُدائ پاک هېر شوى دى، چې هيڅ نۀ وينى، سترګې يې پټې کړې دى.“
بېرحمه ګواهانو په دروغو وکړه ګواهى په ما، چې بلکل ترې خبر نۀ يم هغه اِلزامونه يې ولګول په ما.
قبر د هغوئ ابدى کور دے، چرته چې به هغوئ د تل دپاره وى، کۀ څۀ هم چې هغوئ جائيدادونه په خپل نوم خېژولى دى.
په خولۀ يې اعتبار نۀ وى زړونه يې د تباهۍ نه ډک دى. او په ژبه دروغ وائى او مرۍ يې کولاو قبر دے.
د انسان د زړۀ منصوبه د ډوبو اوبو په شان ده، خو هوښيار سړے ترې نه دا بهر راوباسى.
څوک چې د مالِک خُدائ نه د خپلو منصوبو د پټولو کوشش کوى نو په هغوئ افسوس. هغوئ په پټه باندې منصوبې جوړوى او خيال يې دا وى چې، ”څوک به مونږ وينى او څوک به مونږ وپېژنى؟“
مشرانو اِمامانو او ټولې جرګې دا کوشش وکړو چې د عيسىٰ په خلاف داسې څۀ ګواهى پېدا کړى چې د مرګ حُکم پرې وکړى.
يهوديانو هغۀ ته جواب ورکړو چې، ”مونږ سره شريعت شته، او د هغه شريعت په مطابق دے د مرګ لائق دے ځکه چې دۀ د خُدائ پاک د زوئ کېدو دعوىٰ کړې ده.“
نو په دې وجه د مقرر شوى وخت نه وړاندې فېصله مۀ کوئ، د مالِک د راتلو تر وخته انتظار وکړئ. هغه به د تيارې پټې خبرې رڼا ته څرګندې کړى او د زړۀ مقصدونه به راښکاره کړى. په هغه وخت کښې څوک چې د څومره تعريف قابل وى خُدائ پاک به دومره د هغۀ تعريف وکړى.
دوئيګ ادومے هلته د ساؤل آفسرانو سره ولاړ وو او وې وئيل، ”کله چې داؤد په نوب کښې د اخيطوب زوئ اخيمُلک له تلو نو هغه ما وليدو.
او وې فرمائيل، ”تۀ هغه خلقو ته غوږ ولې نيسې چې کوم وائى چې زۀ تا ته د نقصان رسولو کوشش کوم؟
او آخر نابال جواب ورکړو چې، ”داؤد څوک دے؟ د يَسى زوئ څوک دے؟ نن سبا ډېر نوکران د خپلو نېکانو نه تښتى.