3 خپلې ژبې يې لکه د تُورو په شان تېرې کړې دى، او د هغوئ بدې او ترخې خبرې لکه وژونکو غشو په شان دى،
ګوره بدعمله خپله لينده راکاږى او غشى ويشتو ته برابروى، او د پټ ځائ نه په نېکانو باندې يې ورَوى.
ما د هغه لټ نه وساته کوم چې دوئ زما دپاره اېښے دے، ما د هغه دامونو نه وساته چې بدعملو زما دپاره خوارۀ کړى دى.
د يروونکو زمرو په مينځ کښې راګېر شوے يم، کوم چې د بنيادم غوښو خوړلو ته اوږے ناست وى، او د چا غاښونه چې د نېزو او غشو په شان وى او ژبې يې تېرې تُورې وى.
لکه په خُشکه زمکه کښې چې اوبۀ ورکيږى دغه شان دې دوئ ورک شى، او کله چې هغوئ ليندې راکاږى د دوئ غشى دې په خپله مات شى.
د بېپرواهۍ خبرې د تُورې په شان غوڅول کوى، خو د عقلمند ژبه پرهرونو له شفا ورکوى.
د هغوئ غاښونه د تُورو په شان دى او د هغوئ ژامنې د چړو په شان دى ترڅو چې غريبانان پرې د زمکې نه تير کړى، او د انسانانو نه ضرورتمند ختم کړى.
داسې وسله به نۀ وى چې تاسو ته ضرر ورسوى، او څوک چې په تاسو اِلزام لګوى نو تاسو به د هغوئ خولې بندې کړئ. د مالِک خُدائ خادِمان به د دې فائدو نه خوند اخلى، زۀ به د هغوئ حق څرګند کړم.“ مالِک خُدائ داسې فرمائى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”هغوئ د خپلو ژبو نه ليندې جوړې کړې دى او د دروغو غشى هر وخت ورَوى. د دې مُلک په ديانتدارۍ کښې صداقت نشته، هغوئ د يوې ګناه دپاسه بله ګناه کوى، هغوئ ما نۀ پېژنى.