1 اے پاکه خُدايه، زما آواز تۀ واوره، زما ژوند د دشمنانو د يرې نه وساته.
اے مالِکه خُدايه، د بدکارانو نه ما بچ کړه، او د ظالمانو انسانانو نه ما وساته،
اے مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال زارى کومه ما له زر راشه، زما آواز اوره کله چې زۀ درته سوال کوم.
اے مالِکه خُدايه زما فرياد اوره کله چې زۀ سوال زارى کوم، مهربان شه، زما سوالونه قبول کړه.
نو هغه ما ته جواب راکوى کله چې زۀ د مالِک خُدائ نه سوال کوم، زۀ يې د خپلې هرې يرې نه خلاص کړم.
او هغې راته ووئيل چې پولوسه، يرېږه مه، تۀ ضرور د قيصر په وړاندې ودرېږه، او څوک چې تا سره په جهاز کښې دى، خُدائ پاک به ستا د خاطره هغوئ بچ کړى.