8 ما خپل ځان تا پورې تړلے دے، ستا زورَور لاس زۀ په امان کښې ساتلے يم.
يرېږئ مۀ، زۀ ستاسو مل يم. زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، د څۀ نه هم مۀ وارخطا کېږئ. زۀ به تاسو مضبوط کړم او طاقت به درکړم، زۀ به په خپل زورَور ښى لاس سره ستاسو حِفاظت کوم.
تا ما له د خلاصون ډال راکړے دے، ستا ښى لاس زما مدد کړے دے، او ستا مدد زما ځان تکړه کړے دے.
خو د هر څۀ باوجود به بيا هم زۀ د تل دپاره تا سره يم، په خپله مې د ښى لاس نه راونيسه.
د هغۀ ګس لاس زما د سر لاندې وونه، او د هغۀ ښى لاس ځانته راغاړه ايستمه.
کۀ تيندک وخورى نو وبه نۀ غورزيږى، ځکه چې مالِک خُدائ يې په خپلو لاسونو کښې اوچتوى.
دا زما خادِم دے چا ته چې ما طاقت ورکړے دے او څوک چې ما غوره کړے دے، زما محبوب چې روح مې پرې خوشحاله دے. ما خپل روح په هغۀ سورے کړے دے، او هغه به غېرو قومونو ته اِنصاف رسوى.
نو کله چې ما ووئيل چې، ”زما پښې ښوئيږى،“ نو ستا ابدى مينې زما مدد وکړو مالِکه خُدايه.
په آسمان کښې زما څوک دى بې له تا نه؟ د بل چا خواهش نۀ لرم په زمکه غېر ستا نه.
تا زۀ زما د تقوىٰ په وجه اوچت کړم، او د تل دپاره دې په خپل حضور کښې وساتلم.
د دې دپاره زۀ د مسيح د هغه قوت په مطابق د زړۀ نه خوارى کوم چې په ما کښې په زور اثر کوى.
د بپتسمه ورکونکى يحيىٰ د راتلو د ورځو نه پس لا تر اوسه د آسمان په بادشاهۍ زور کولے شى او زورَور يې په زور رانيسى.
ټوله شپه زۀ ستا په لټون کښې يم، په سحر کښې د زړۀ د اخلاصه زۀ ستا طلبګار يم، کله چې تۀ د دُنيا د عدالت دپاره راشې نو خلق به پوهه شى چې اِنصاف څۀ څيز دے.
هغۀ د مالِک خُدائ د کور دپاره او د شريعت منلو دپاره چې هر څۀ هم کړى وُو، دا يې د زړۀ د اخلاصه کړى وُو او د خُدائ پاک طلبګار وو نو په دې وجه هغه کامياب وو.
”کوشش وکړئ چې په تنګه دروازه ورداخل شئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې ډېر به د داخلېدو کوشش کوى خو داخلېدلے به نۀ شى.
خو بيا ما خپل ځان ته ووئيل، زۀ به پاڅېږمه او ټول ښار به ولټومه، د هغه چا پسې به په چوکونو او سړکونو کښې وګرځېږمه چا سره چې زۀ مينه کومه. نو زۀ ورپسې ښۀ وګرځېدمه خو پېدا مې نۀ کړونه.