5 ځان به زما داسې موړ شى لکه په غوره خوراک. زۀ به په خوشحالۍ سره وايم ستا ثناء او صِفت،
د صيون په غرۀ به مالِک خُدائ ربُ الافواج د دُنيا د ټولو قومونو دپاره يوه مېلمستيا وکړى، دا مېلمستيا به د ښې غوښې او د انګورو د ښو ميو وى.
زۀ به د خُدائ پاک قربانګاه ته ورشم، هغه خُدائ د چا نه چې ډېر خوشحال شم، زۀ به د رباب په نغمو کښې ستا ثناء صِفت وکړم، اے خُدايه، زما پاکه خُدايه.
ځکه زۀ يمه صادق ستا مخ به ووينم، زۀ چې کله راپاڅم ستا ديدن به وکړم په ليدو ستا به مطمئن شم.
د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ ځکه چې مالِک خُدائ ښۀ دے، د هغۀ د نوم ثناء صِفت وکړئ. ځکه چې ډېره مزه کوى.
زما شونډې به د خوشحالۍ وکړى آوازونه، کله چې زۀ ستا ثناء صِفت کومه، ځکه چې تا زۀ بچ کړے يم.
بختور دى هغوئ څوک چې تا په خپله غوره کړى دى، چې ستا په دربار کښې اوسيږى او خپل ځان ته دې نزدې کړى دى. مونږ به ستا د مقدس کور په نعمتونو ماړۀ کړې.
زۀ به تا بيا آباد کړم، او تۀ به بيا آباد شې، اے پېغلې اِسرائيله. تۀ به بيا تمبل راواخلې او بهر به د ګډا دپاره په خوشحالۍ سره راووځې.
زر شه، ما د خپل ځان سره بوځه، تۀ زما بادشاه شه، ما خپلې کوټې ته بوځه. اے بادشاه مونږ څومره ستا دپاره خوشحاله يونه، د ميو نه زيات مونږ ستا د مينې صِفت کوونه. دا رښتيا دى چې پېغلې په تا مئينې دينه.
زما خيالونه او سوچونه دې هغه خوشحاله کړى، لکه چې زۀ په مالِک خُدائ کښې خوشحالى کوم.
شان او شوکت د هغۀ سره ښائى، طاقت او جلال د هغۀ په مقدس کور کښې دے.
زۀ به د مالِک خُدائ سندرې په خپل ټول ژوند کښې وايم، ترڅو چې ژوندے يم د خُدائ پاک ثناء به وايم.
خپل لاسونه د خُدائ په مقدس ځائ کښې پورته کړئ. او د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ.