3 ستا نۀ ختمېدونکې مينه د ژوند نه ښۀ ده، نو ځکه به زما شونډې ستا لوئى بيانوى.
هغۀ له دې ورکړے برکت نۀ ختمېدونکے ورکړے خپل ديدار دې ورته زړۀ خوشحالوونکے.
نو ستا ثناء صِفت به کوم او خاموش به نۀ شم. اے مالِکه خُدايه، زما پاکه خُدايه، زۀ به د ټول عمر دپاره ستا شکريه ادا کړم.
ځکه چې د هغۀ غضب يوه لحظه وى، خو د هغۀ فضل د ټول عمر وى، ژړا صرف د شپې وى، خو سحر کښې بيا خوشحالى وى.
ډېر خلق تپوس کوى، ”مونږ سره به څوک ښۀ وى؟ اے مالِکه خُدايه، خپله د مخ رڼا دې په مونږ وځلوه.“
زما زړۀ د خُدائ پاک تږے دے، زۀ د ژوندى خُدائ پاک تږے يم. زۀ به کله لاړ شم چې د هغۀ حضور کښې ودرېږم؟
اے مالِکه خُدايه زما شونډې خلاصې کړه، او زۀ به په خپله خولۀ ستا ثناء صِفت وکړم.
په خپله خولۀ ما هغۀ ته سوال زارى وکړه او زما ژبې د هغۀ ثناء صِفت بيان کړو.
سندرغاړى ترې نه وړاندې او ورپسې موسيقاران دى، او په مينځ کښې يې پېغلې جينکۍ دى چې تمبلونه غږوى،
اے مالِکه خُدايه، د خپلې ابدى مينې په نېکۍ کښې دې زما سوال قبول کړه، او په خپله لويه مهربانۍ کښې دې ما ته خپل مخ راواړوه.
شان او شوکت د هغۀ سره ښائى، طاقت او جلال د هغۀ په مقدس کور کښې دے.
بيا موسىٰ وفرمائيل، ”ما له اجازت راکړه چې زۀ ستا د حضور جلال ووينم.“
مالِک خُدائ ته راوګرځئ او د خپلو ګناهونو اقرار وکړئ، او هغۀ ته ووايئ، ”زمونږ ټول ګناهونه معاف کړه او رحم وکړه او مونږ قبول کړه چې مونږ ستا ثناء صِفت سره تا ته قربانى پېش کړُو.
نو په دې وجه، زما وروڼو او خوېندو، زۀ د خُدائ پاک د رحمتونو په وسيله تاسو ته منت کوم چې خپل ځانونه خُدائ پاک ته د داسې ژوندۍ قربانۍ دپاره وړاندې کړئ چې هغۀ ته مقدسه او قبوله وى، او هم دا ستاسو اصلى عبادت دے.
زۀ ستاسو د انسانى کمزورتياو په سبب په ساده الفاظو کښې وايم. لکه څنګه چې تاسو يو ځلې خپل ځانونه د ناپاکۍ او بېشرعې کارونو دپاره غلامان کړى وُو، نو دغه شان يې اوس د صداقت دپاره هم غلامان کړئ، چې مقدس شئ.
ځکه چې خُدائ پاک تاسو په بيعه اخستى يئ، نو په دې وجه خپل بدن کښې خُدائ پاک ته جلال ورکړئ.
زۀ په يو دوه کښې حېران يم. زما زړۀ خو دا غواړى چې رُخصت شم او مسيح له لاړ شم ځکه چې دا ډېره زياته بهتره ده،
ځکه دې د عيسىٰ په وسيله مونږ مسلسل خُدائ پاک ته د شُکر ګزارۍ قربانى پېش کوُو او دا د ذکر هغه مېوه ده چې د هغۀ د نوم اقرار کوى.
ګرانو دوستانو، مونږ اوس د خُدائ پاک روحانى بچى يُو خو چې څنګه به يُو هغه لا تر اوسه راته پته نشته، خو مونږ په دې پوهيږو چې کله عيسىٰ راښکاره شى نو مونږ به د هغۀ په شان يُو، ځکه چې مونږ به يې هم په هغه شان ووينو څنګه چې هغه دے.