2 تۀ ما په خپل مقدس مقام کښې ليدلے يې، او ستا جلال او زور هم ما ليدلے دے.
د مالِک خُدائ او د هغۀ د طاقت لټون کوئ او هر وخت د هغۀ په حضور کښې اوسئ.
د مالِک خُدائ او د هغۀ د طاقت لټون وکړئ، هر وخت د هغۀ د مخ د ليدو کوشش کوئ.
خپل لاسونه د خُدائ په مقدس ځائ کښې پورته کړئ. او د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ.
دوئ به ستا د بادشاهت د جلال خبرې وکړى، او دوئ به ستا د قدرت خبرې وکړى،
د مالِک خُدائ نه هغه څۀ چې زۀ يې لټوم، زۀ دا يو سوال کوم، چې په کور د مالِک خُدائ کښې ټول عمر اوسېږم، او چې هغه په خپل کور کښې ولټوم چې د هغۀ د حُسن ديدن وکړم.
اوښکې مې خوراک دى شپه او ورځ زۀ ژړېږم، هر وخت راته خلق لګيا وى، ”ووايه، ستا خُدائ چرته دے؟“
زۀ به د خُدائ پاک قربانګاه ته ورشم، هغه خُدائ د چا نه چې ډېر خوشحال شم، زۀ به د رباب په نغمو کښې ستا ثناء صِفت وکړم، اے خُدايه، زما پاکه خُدايه.
يو تۀ هغه خُدائ يې چې په بدو نۀ خوشحاليږى، بد کرداره به تا سره نۀ اوسيږى.
اے پاکه خُدايه، ستا جلوس هر چا وليدلو، زما د خُدائ پاک او زما د بادشاه جلوس چې مقدس ځائ ته داخلېدو.
او هغۀ خپل د لوظ صندوق نورو ته حواله کړو، او خپل شان و شوکت يې دشمنانو ته حواله کړو.
شان او شوکت د هغۀ سره ښائى، طاقت او جلال د هغۀ په مقدس کور کښې دے.
د لبنان شان او شوکت به تا له راشى. د نختر، د صُندل او د سبر ونې به تا له راشى چې زما کور ښائسته کړے شى او داسې به زۀ خپل کور له جلال ورکوم.
زۀ به د هغوئ اِمامان په غوړو زېړو خوراکونو ماړۀ کړم، او زما خلق به زما په نعمتونو باندې ماړۀ پټ شى. مالِک خُدائ دا فرمائى.“