3 تاسو ټول به ترڅو په سړى باندې حملې کوئ؟ کوم کس چې د کچه دېوال او کمزورى باړ په شان وى.
هغوئ څوک چې په مالِک خُدائ ايمان لرى د صيون د غرۀ په شان دى، کوم چې نۀ خوځيږى او د تل دپاره قائم دے.
او څوک چې د شرارت منصوبې په خپلو زړونو کښې جوړوى او هره ورځ جنګ تودهوى.
مالِک خُدائ همېشه راسره دے زۀ په دې پوهېږم. هغه په خوا کښې راسره دے نو زۀ به نۀ غورزېږم.
مالِک خُدائ ته مې وکړل آوازونه څوک چې لائق دے د ثناء صِفتونو، او هم هغه په خپله مې د دشمنانو نه بچ کوى.
کۀ څۀ هم بدې ارادې لرى تا ته او نېتُونه يې خراب شى خو کاميابه به هيڅکله د هغوئ منصوبې نۀ شى.
دشمنانو راته اېښى دى دامونه هغوئ ما قتلول غواړى، زما د تباهۍ منصوبې جوړوى څوک چې ما ته نقصان رسول غواړى، دوئ ټوله ورځ منصوبې جوړوى راسره دوکه کول غواړى.
اے خلقو، ترڅو به تاسو زما پاکه جامه ښيرنه کړئ؟ ترڅو پورې به تاسو فضولياتو سره مينه کړئ؟ ترڅو پورې به تاسو په دروغو پسې ګرځئ؟
”ترڅو پورې به تاسو په بېاِنصافۍ سره فېصلې کوئ، ترڅو پورې به تاسو د بدکارو طرفدارے کوئ؟
نو موسىٰ او هارون فِرعون له لاړل او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ، د عبرانيانو خُدائ پاک فرمائى چې، تۀ به تر کومې پورې زما د منلو نه اِنکار کوې؟ زما خلق تلو ته پرېږده، چې هغوئ زما عبادت وکړى.
نو مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”تر کومې پورې به تاسو زما حُکمونه او شريعت ماتوئ؟
”جاهله خلقو، تاسو به تر کومې پورې ساده ګان يئ؟ ترڅو پورې به تاسو مسخره کوونکى په خپلو مسخرو کښې خوشحاله يئ؟ ترڅو پورې به تاسو بېوقوفان عِلم نه نفرت کوئ؟
خو تۀ ناراسته سړيه ترڅو پورې به پروت يې؟ او تۀ به کله د خوب نه راپاڅې؟
اے يروشلمه، خپل زړۀ د ګناه او شرارت نه ووينځه، نو دغه شان به تۀ خلاصون حاصل کړئ. ترڅو پورې به تۀ په خپل زړۀ کښې د ګناه سوچونه کوې؟
اګر چې هم ما د هغوئ تربيت وکړو او مضبوط مې کړل، خو هغوئ زما خِلاف بدې منصوبې جوړوى.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”اے بېايمانه او بدکاره پيړۍ، زۀ به ترڅو تاسو سره يم او زۀ به ترڅو تاسو زغمم؟ هغه ما له دلته راولئ.“
يهوديان هم ورسره په اِلزام لګولو کښې متفِق شول او وئ وئيل چې دا ټولې خبرې رښتيا دى.
داؤد وفرمائيل، ”ما ته پته ده چې مالِک خُدائ به په خپله ساؤل مړ کوى، کۀ هغه په خپل مرګ مړ شى او يا کۀ په جنګ کښې مړ شى.