5 تا، زما منښتې پاکه خُدايه، اورېدلې دى، او هم هغه ميراث دې ما ته راکړے دے کوم چې هغوئ ته ورکوې څوک چې ستا نه يريږى.
هغه به هغه چا له برکت ورکړى څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى، لويو او واړو ټولو ته به يو شان ملاويږى.
وساته ما داسې لکه ستا د سترګو تور په شان، د خپل وزرونو په سورى ما پټ کړه.
اے پاکه خُدايه، زۀ به تا سره د نذرانې وعده خپله سر ته رسوم، زۀ به تا ته د شکرانې نذرانې پېش کوم،
په صيون کښې، پاکه خُدايه، تۀ د ثناء صِفت لائق يې. منښتې به هم تا ته وړاندې کيږى
خو بېشکه خُدائ پاک ما ته غوږ نيولے دے، او هغۀ زما د دُعا آواز اورېدلے دے.
اے مالِکه خُدايه، ما ته خپله لار راوښايه، نو زۀ به ستا په حقيقت کښې وګرځم، مطمئن زړۀ ما له راکړه چې زۀ ستا عزت وکړم.
زۀ به داسې وايم چې، ”مالِک خُدائ زما پناه او هم زما قلعه ده، هم هغه زما خُدائ پاک دے په چا چې توکل کوم.“
خو په هر قوم کښې چې څوک د هغۀ نه يريږى او د صداقت کارونه کوى خُدائ پاک د هغوئ نه رضا وى.