1 اے پاکه خُدايه، زما سوال زارى واوره، او زما دُعا ته غوږ ونيسه.
مالِکه خُدايه، زما ژړا ته غوږ شه، او په ما رحم وکړه.
اے مالِکه خُدايه، زما د اِنصاف درخواستونه واوره، زما د مدد کولو فريادونه واوره. زما دُعا ته ورکړه پاملرنه، په صادقو شونډو چې کړمه سوالونه.
زما دُعا واوره او په ما رحم وکړه کله چې زۀ تا ته د مدد دپاره فرياد وکړم، چې کله هم زۀ خپل لاسونه ستا مقدس مقام په لورې پورته کړم.
نو اوره زما سوال کله چې تا ته په ژړا يم، تۀ چې وائې زما په حقله خُدايه، زۀ چې بېګناه يم. زما مشکل آسان کړه، مهربان شه سوال مې اوره.
په خپل نوم سره دې ما ته خلاصون راکړه خُدايه، په خپل قدرت سره دې زما بېګناهى ثابته کړه.
اے مالِکه خُدايه ما مۀ رټه په خپله غصه کښې ما ته قهر مۀ کوه زما په سمولو کښې.
اے پاکه خُدايه، زما آواز تۀ واوره، زما ژوند د دشمنانو د يرې نه وساته.
زما دُعا واوره، اے مالِکه خُدايه، د رحم دپاره زما ژړا واوره.
د هيڅ خبرې غم مۀ کوئ بلکې په هره خبره کښې خپل درخواستونه د دُعا او زارۍ په وسيلې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک په حضور کښې پېش کوئ،