9 خو څوک به ما د قلعې پوخ ښار ته داخل کړى؟ څوک به ما ادوم ته ورسوى؟
يهوداه به د مشرۍ جنډا نيسى، او د هغۀ اولاد به همېشه حکومت کوى. قومونه به هغۀ له قلنګ راوړى، او د هغۀ په مخکښې به د تابعدارۍ سره ټيټيږى.
په سپرلى کښې د کال په کوم وخت چې بادشاهان اکثر جنګ له ځى، داؤد يوآب د هغۀ آفسران او د بنى اِسرائيلو لښکر ولېږلو، هغوئ عمونيانو له شکست ورکړو او د ربه ښار يې محاصره کړو. خو داؤد په خپله په يروشلم کښې ايسار شو.
داؤد وفرمائيل، ”کوم يو سړے چې اول په يبوسيانو حمله وکړى نو هغه به د لښکر مشر وى.“ يوآب چې د هغۀ مور ضروياه وه، هغۀ اول حمله وکړه او هغه د لښکر مشر شو.
په هغوئ کښې د يو نوم کالب وو، کالب وفرمائيل، ”زۀ به خپله لور عکسه هغه سړى له ورکړم چې وادۀ يې کړى چې څوک قِريَتسِفر قبضه کړى.“