Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 60:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 موآب زما د وينځلو ښانک دے او هغه به زما خِدمتګار وى. او زۀ په ادوم باندې خپلې څپلۍ پاکومه او زۀ به په فلستيه مُلک باندې د کاميابۍ چغه وهم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 60:8
10 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ هغې ته وفرمائيل، ”ستا په خېټه کښې دوه قومونه دى، ستا نه دوه پېدا کېدونکى قومونه به د يو بل خِلاف وى. يو به د بل نه طاقتور وى، مشر به د کشر خِدمت کوى.“


تۀ به د خپلې تُورې په زور ژوند تېروې، خو د خپل ورور به تۀ غلام يې. چې کله تۀ باغى شې، نو د هغۀ پړى به وشلوې.“


هغۀ په ټول ادوم کښې فوجى کېمپونه ولګول او د هغه ځائ خلق د هغۀ د اختيار لاندې راغلل. مالِک خُدائ داؤد له په هر ځائ کښې فتح ورکوله.


هغۀ په ټول ادوم کښې فوجى کېمپونه ولګول او د هغه ځائ خلق د داؤد د بادشاهۍ لاندې راغلل. مالِک خُدائ داؤد له په هر ځائ کښې فتح ورکوله.


هغه به په ادوم کښې په خپلو دشمنانو بريالے شى او د هغوئ مُلک به قبضه کړى، او اِسرائيليان به مسلسل بريالى کيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan