Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 60:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 جِلعاد او منسى دواړه زما دى. اِفرائيم زما ټوپۍ او يهوداه زما د بادشاهۍ کونټۍ ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 60:7
9 Iomraidhean Croise  

يهوداه به د مشرۍ جنډا نيسى، او د هغۀ اولاد به همېشه حکومت کوى. قومونه به هغۀ له قلنګ راوړى، او د هغۀ په مخکښې به د تابعدارۍ سره ټيټيږى.


د منسى قبيلې څۀ فوجيان واوړېدل او د داؤد په طرف شول، دا په هغه وخت کښې چې کله هغه د فلستيانو سره د ساؤل بادشاه خِلاف جنګ له روان وو. په آخر کښې هغوئ د فلستيانو مدد نۀ شو کولے، ځکه چې د هغوئ بادشاهان د دې نه يرېدل چې داؤد به د هغوئ نه خپل پخوانى نېک ساؤل ته واوړى، نو هغه يې واپس صِقلاج ته ولېږلو.


خُدائ د خپل مقدس ځائ نه کلام وکړو، ”په خوشحالۍ سره به شِکم تقسيم کړم او د سُکات دره به ناپ تول کړم.


يوسف د غوَيى په شان طاقت لرى، د ځنګلى غوَيى د ښکرو په شان دے. د هغۀ ښکرونه د منسى زرګونو خلق دى او د اِفرائيم لس زره په زرګونو خلق دى. د دې ښکرو سره هغه قومونه وهى او د دُنيا آخرى سرونو ته يې رسوى.“


په کښې نيم جِلعاد او هم داسې عستارات او ادرعى، په بسن کښې د عوج په بادشاهۍ کښې ښارونه هم شامل وُو. دا ټول د منسى زوئ مکير اولاد نيمو کورَنو له ورکړے شوى وُو.


د نمرپرېواتۀ طرف ته د اُردن يوه برخه د يوسف مشر زوئ منسى اولاد څۀ کورَنو ته مِلاو شوې وه. د جِلعاد پلار مکير، چې د منسى مشر زوئ وو هغه يو تکړه فوجى وو، نو په دې وجه جِلعاد او د نمرخاتۀ طرف ته بسن هغۀ ته حواله شوى وُو.


داؤد ورته وفرمائيل، ”دا رښتيا دى، زۀ ستا خِدمت کوونکے يم او تۀ به په خپله وګورې چې زۀ څۀ کوم.“ اکيس ورته ووئيل، ”ټيک ده. زۀ به تا د ټول عُمر دپاره خپل حِفاظت کوونکے محافظ جوړ کړم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan