5 په خپل ښى لاس دې مونږ سره مدد وکړه او مونږ بچ کړه، چې چا سره چې تۀ مينه کوې هغوئ ته خلاصون ورکړه.
خوراک پسې وختى پاڅېدل او تر ناوخته ويښ پاتې کېدل بېفائدې دى، خُدائ پاک چې چا سره مينه کوى کۀ هغه اودۀ وى نو ورته خوراک ورکوى.
ما ته د خپلې لوئې مينې خواږۀ راوښايه، په خپل قُدرت دوئ بچ کوې تۀ له دشمنه څوک چې پناه غواړى له تا نه.
تا ما له د خلاصون ډال راکړے دے، ستا ښى لاس زما مدد کړے دے، او ستا مدد زما ځان تکړه کړے دے.
اوس زۀ په دې پوهېږم چې مالِک خُدائ به خپل غوره شوے بادشاه بچ کړى، هغه به د خپل پاک آسمان نه جواب ورکړى په خپل لوئ طاقت سره به يې هغه بچ کړى.
دوئ وائى چې، ”لرلو يې په مالِک خُدائ اطمينان آيا دا هغه څوک دے، خو مالِک خُدائ دې اوس دے بچ کړى. ځکه چې مالِک خُدائ بېشانه مينه ورسره کوى.“
د خُدائ مدد به مونږ له کاميابى راکړى، هغه به زمونږ دشمنان د پښو لاندې کړى.
کۀ څۀ هم تا زۀ د ډېرو سختو سره مخ کړم، تۀ به دوباره ما ژوندے کړې، او د زمکې د ژورې کندې نه به مې راوباسې.
تا ولې خپل زورَور ښے لاس استعمال نۀ کړو؟ نو خپل لاس او قدرت دې راڅرګند کړه او دوئ برباد کړه.
خو زۀ به يې تر ابده پورې ستايم، زۀ به په سندرو کښې د يعقوب د خُدائ پاک ثناء صِفت کوم.
مالِکه خُدايه، ستا په ښى لاس کښې د جلال نه ډک طاقت شته، مالِکه خُدايه، ستا ښے لاس دشمنان ټوټې ټوټې کوى.
يرېږئ مۀ، زۀ ستاسو مل يم. زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، د څۀ نه هم مۀ وارخطا کېږئ. زۀ به تاسو مضبوط کړم او طاقت به درکړم، زۀ به په خپل زورَور ښى لاس سره ستاسو حِفاظت کوم.
ويښ شه. ويښ شه. پاڅه ودرېږه اے يروشلمه. تا د مالِک خُدائ د لاس نه هغه جام څښلے دے کوم چې د هغۀ د غصې نه ډک وو، دا جام تا تر آخرى قطرې پورې وڅښلو کوم چې د نشه ورو شرابو نه ډک وو.
نو بيا تاسو زما کور ته د داخلېدو څۀ حق لرئ چې تاسو بد کارونه وکړل، اے زما محبوب قومه؟ آيا ستاسو د نذرانې او د قربانۍ مقدسې غوښې پېش کول به تاسو د تباهۍ نه بچ کړى څۀ؟ او په حقيقت کښې تاسو په بدعملۍ کولو کښې خوشحاله يئ.
هغۀ لا دا خبرې کولې چې ناګهانه يوه پړقېدونکې وريځ راخوره شوه او په هغوئ يې سورے وکړو او د وريځې نه آواز وفرمائيل، ”دا زما محبوب زوئ دے د چا نه چې زۀ راضى يم. د هغۀ خبرې واورئ.“
او د آسمان نه يو آواز راغلو چې، ”دا زما خوږ زوئ دے چې زۀ ترې راضى يم.“
د بنيامين قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”دا هغه قبيله ده چې مالِک خُدائ ورسره مينه کوى او ساتنه يې کوى، هغه ټوله ورځ د هغوئ حِفاظت کوى، او هغه د هغوئ په مينځ کښې اوسيږى.“
مالِک خُدائ د خپلو خلقو سره مينه کوى او هغه د خپلو مقدسينو حفاظت کوى. نو هغوئ د هغۀ په نقش قدم روان دى او د هغۀ حُکمونه منى.