Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 60:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 تا د هغوئ دپاره جنډا اوچته کړه څوک چې تا نه يريږى، چې دا به د حملې خلاف د پناه نښه وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 60:4
12 Iomraidhean Croise  

نو ستا په کاميابۍ به چغې د خوښۍ ووهو د خپل خُدائ د نوم جنډې به اوچتې کړُو. مالِک خُدائ دې جواب درکړى ستا د ټولو سوالونو.


په خپله دبدبه او جلال کښې راشه د کاميابۍ دپاره، چې د حقيقت، عاجزۍ او اِنصاف شې طرفداره ستا ښے لاس دې تا ته يروونکى او عجيبه کارونه کړى در زده


موسىٰ يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او په هغې يې ”مالِک خُدائ زما د فتحې جنډا ده“ نوم کېښودو.


هغۀ زۀ د خپل ځان سره د مېلمنو هال ته روانه کړمه، او زۀ يې په خپله مينه کښې ونغښتلمه.


مالِک خُدائ به د نښې دپاره يوه جنډا راواخلى چې قومونو ته وښائى چې هغه يو ځل بيا د اِسرائيل او د يهوداه خوارۀ وارۀ خلق راغونډوى او د دُنيا د څلورو واړو سرونو نه يې واپس راولى.


په اوچت غر د جنګ جنډا اوچته کړه. هغوئ ته چغه ووهه او لاسونو سره اِشاره ورکړه چې راشى او د هغه مغروره ښار په دروازو کښې ورداخل شى.


خُدائ تعالىٰ داسې فرمائى، ”ګورئ، زۀ به قومونو ته اِشاره وکړم، او هغوئ به ستاسو زامن په غېږ کښې او ستاسو لوڼه په اوږو کورونو ته راولى.


هغه به يو لرې قوم ته د راغوښتلو دپاره اِشاره وکړى. هغه هغوئ ته شپيلے ووهى چې د دُنيا د لرې سر نه راشى. او هغوئ زر زر او په منډه منډه راشى.


نو بيا به د نمرپرېواتۀ په طرف خلق د مالِک خُدائ د نوم نه يريږى او نمرخاتۀ په طرف خلق به د هغۀ د نوم جلال بيانوى. ځکه چې هغه به د يو تېز سېلاب په شان په هغوئ راشى لکه چې د مالِک خُدائ باد راروان کړے وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan