10 اے خُدايه، تا مونږه رد کړى يُو څۀ؟ تۀ به نور زمونږ لښکرو سره په لار نۀ ځې څۀ.
بيا هغۀ موآبيانو له شکست ورکړو. هغۀ قېديان په قطار کښې په زمکه څملول او قبيلې يې جوړې کړې. د هرو درېو ډلو نه به يې دوه قتلولې او يوه به يې ژوندۍ پرېښودله. نو موآبيان د هغۀ د اختيار لاندې راغلل او هغۀ له يې محصُول ورکولو.
بيا هغۀ په هغه علاقه کښې فوجى کېمپونه ولګول او هغوئ د هغۀ د اختيار لاندې راغلل او محصُول يې ورکولو. مالِک خُدائ په هر ځائ کښې داؤد له فتح ورکوله.
اے پاکه خُدايه، مونږ تا رد کړى يُو څۀ زمونږ د لښکرو سره نور نۀ ځې څۀ؟
څوک فخر کوى په جنګى ګاډو او څوک په آسونو، خو مونږ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک په نوم فخر کوُو.
تا مونږ رد کړو او زمونږ دېوالونه دې راوغورزول اے خُدايه. مونږ ته په قهر شوے وې خو دوباره خپل مقام واپس راکړه.
زۀ به د مالِک خُدائ انتظار کوم او د هغۀ نه به اُميد ساتم، اګر چې هغۀ د يعقوب خاندان رد کړے دے.
خو مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې هغوئ له خبردارے ورکړه چې حمله ونۀ کړى، ځکه چې زۀ به د هغوئ مل نۀ يم او دشمن به هغوئ له شکست ورکړى.
مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، هغه به ستاسو د دشمنانو خِلاف جنګ کوى او فتح به درکړى.
يشوَع دا ټول بادشاهان او د هغوئ علاقه په يو وخت کښې فتح کړه ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو په جنګ کښې مدد کولو.
نو په دې وجه بنى اِسرائيل د خپلو دشمنانو مقابله نۀ شى کولے. هغوئ د خپلو دشمنانو نه په شا شول ځکه چې هغوئ په خپله اوس د تباهۍ حقدار دى. زۀ به تر هغې پورې نور ستاسو مل نۀ يم چې تاسو هغه وقف شوى څيزونه تباه کړى نۀ وى چې کوم تاسو سره دى.