6 ستړے يم ډېر په ژړېدو سره، بستره زما لمده شى ټوله شپه په ژړېدو سره، او بالښت مې لوند شى په اوښکو سره.
زۀ د خپل ژوند نه نفرت کوم، زۀ به ډېر شکايتونه کوم، زۀ به په مايوسۍ کښې خبرې کوم.
زما مينځګړے زما دوست دے او زما سترګې خُدائ پاک ته اوښکې تويوى.
”زما شکايت په دې وخت کښې هم سخت دے، زۀ سلګۍ وهم او خُدائ پاک بيا هم ما له سزا راکوى.
په مياشتو مياشتو زما څۀ مقصد نشته، او د غم شپې ما له راکړے شوې دى.
مړى خو د مالِک خُدائ ثناء صِفت نۀ کوى، هغوئ څوک چې لاندې خاموشۍ طرف ته روان وى.
اے مالِکه خُدايه، رحم په ما وکړه سوال مې واوره، اے مالِکه خُدايه، زما مددګار شه.“
اے مالِکه خُدايه، زما ټول ارمانونه ستا په وړاندې ښکاره دى، او زما اسويلى آهونه ستا نه پټ نۀ دى.
اے مالِکه خُدايه، زما دُعا تۀ واوره، د مدد دپاره زما فرياد واوره، زما اوښکې مۀ نظر انداز کوه. زۀ خو د يوې لحظې مېلمه يم، لکه زما د پلار نيکۀ په شان يم.
اوښکې مې خوراک دى شپه او ورځ زۀ ژړېږم، هر وخت راته خلق لګيا وى، ”ووايه، ستا خُدائ چرته دے؟“
مرۍ مې وُچه شوه په چغو ستړے شوم، خُدائ ته په انتظار کولو مې نظر کم شو.
ولې ستا د ابدى مينې بيان قبر کښې کېدے شى څۀ، يا ستا د وفادارۍ بيان په قبر کښې کېدے شى څۀ؟
زما د ډېره غمه نظر کم شولو. هره ورځ تا ته زارى کوم مالِکه خُدايه، او خپل لاس تا ته د دُعا دپاره اوچتوم.
خو په قبر کښې هيڅ څوک ستا ثناء صِفت نۀ شى کولے، مړى ستا د وفادارۍ طمع نۀ شى لرلے.
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”يرمياه هغوئ ته دا ووايه، زما د سترګو نه شپه او ورځ اوښکې بهيږى، زما ژړا نۀ ودريږى، ځکه چې زما قوم چې په ما لکه د لور په شان ګران دے سخت زخمى شوے دے او زيات ژوبل شوے دے.
نو په دې کارونو زۀ ژړېږم او سترګو نه مې اوښکې بهيږى. نزدې څوک هم نشته چې ما له تسلى راکړى او يا ما له حوصله راکړى. زما ماشومان غمژن شوى دى ځکه دشمن په ما غالب دے.“
هغه ټوله شپه په سلګو او ژړا تېروى، او په مخ يې د اوښکو سېلابونه بهيږى. په ټولو عاشقانو کښې يې يو هم پاتې نۀ وو، چې ورله تسلى ورکړى. د هغې ټولو دوستانو د هغې سره بېوفائى کړې ده، او د هغې دشمنان جوړ شوى دى.
زما سترګې د خفګان نه په ژړا ستړې شوې دى. زما زړۀ د غم نه نا آرامه دے. زما زړۀ د خفګان نه چاؤدلے دے، په دې وجه چې زما خلق تباه شوى دى ځکه چې د پيو او واړۀ ماشومان بېهوشه دى او د ښار په سړکونو دپاسه مړاوى کيږى.
هغه د عيسىٰ د پښو سره وروستو ودرېدله او په ژړا شوه او د هغۀ پښې د هغې په اوښکو لمدې شوې او هغه هغې په خپلو وېښتو وچې کړې او ښکل يې کړې او عطر يې پرې واچول.