1 اے مالِکه خُدايه ما مۀ رټه په خپله غصه کښې ما ته قهر مۀ کوه زما په سمولو کښې.
مالِک خُدائ ما ته سخته سزا راکړه، خو زۀ هغۀ مرګ ته حواله نۀ کړم.
اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ مددګار شه، په تېزۍ سره پناه کيږى ستا نېک بنيادمان، ستا وفاداران دى د دې زمکې نه روان.
نو بيا يې هغه په خپله غصه کښې رټى او په خپل قهر او غضب سره يې يروى.
اے مالِکه خُدايه، په خپل قهر کښې ما مۀ رټه تۀ په خپله غصه کښې سزا ما ته مۀ راکوه.
نو اوره زما سوال کله چې تا ته په ژړا يم، تۀ چې وائې زما په حقله خُدايه، زۀ چې بېګناه يم. زما مشکل آسان کړه، مهربان شه سوال مې اوره.
”لکه څنګه چې د نوح په وخت کښې ما وعده کړې وه چې بيا به هيڅکله په زمکه داسې سېلاب نۀ راځى. نو هغسې ما قسم کړے دے چې زۀ به بيا تاسو ته نۀ غصه کېږم، او نۀ به تاسو رټم.
زۀ به همېشه خپلو خلقو سره جنګ نۀ کوم، او تل تر تله به ترېنه خفه نۀ يم. کۀ ما داسې وکړل نو د خلقو نه به ساه وځى، هغه ژوندون ورکوونکى ساه چې ما تخليق کړې ده.
اے مالِکه خُدايه، په نرمۍ سره زما اصلاح وکړه، او په خپل قهر او غضب کښې دې زما اصلاح مۀ کوه ګنې زۀ به د دُنيا نه ورک شم.
مالِک خُدائ فرمائى چې، اے زما خِدمتګاره يعقوبه مۀ يرېږه، ځکه زۀ تا سره يم. زۀ به په پوره توګه هغه قومونه تباه کړم کومو ته چې تاسو ما جلا وطن کړى وئ، خو زۀ به تاسو په مکمل توګه نۀ تباه کوم. زۀ به ستاسو په اِنصاف سره تنبيه وکړم، زۀ به تاسو بېسزا نۀ پرېږدم.“