Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 59:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 وګورئ چې د خپلو خُلو نه څنګه ګډې وډې نوستل کوى، د دوئ ‎ژبې لکه د تېرو تُورو په شان غوڅول کوى، دوئ په زړۀ کښې وائى چې، ”څوک هم مونږ نه خبر نۀ دى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 59:7
16 Iomraidhean Croise  

بد کار د خپل ځان سره دا وائى چې، ”د خُدائ پاک هېر شوى دى، چې هيڅ نۀ وينى، سترګې يې پټې کړې دى.“


خُدائ ولې سپکوى دغه بدکاران؟ خپل ځان سره وائى چې، ”نشته تپوسونه،“ وائى دغه بدکاران.


د هغۀ خبرې خوږې پستې دى، خو د هغۀ په زړۀ کښې خبرې د نفرت دى. د هغۀ خبرې د تېلو په شان نرمې دى، خو دا د تېرو تُورو په شان غوڅونکې دى.


د يروونکو زمرو په مينځ کښې راګېر شوے يم، کوم چې د بنيادم غوښو خوړلو ته اوږے ناست وى، او د چا غاښونه چې د نېزو او غشو په شان وى او ژبې يې تېرې تُورې وى.


دوئ وائى چې، ”خُدائ پاک ته به پته لګى څۀ؟ خُدائ تعالىٰ سره داسې عِلم شته دے څۀ؟“


هغوئ ټولې خبرې د کبر او د غرور کوى، ټول بدکاران ډيرې لافې کوى.


د بې‌پرواهۍ خبرې د تُورې په شان غوڅول کوى، خو د عقلمند ژبه پرهرونو له شفا ورکوى.


د هوښيارانو ژبه عِلم خوندور کوى، خو د بې‌وقوفه خولۀ د کم عقلتوب سرچينه ده.


صادقان د جواب ورکولو نه وړاندې سوچ کوى، خو د بدکاره خولۀ فساد نولى.


”آيا تا د خلقو خبرو ته غوږ نۀ دے نيولے چې هغوئ وائى، مالِک خُدائ اوس هغه دوه قومونه رد کړى دى کوم چې اول هغۀ غوره کړى وُو؟ نو هغوئ زما د قوم سپکوالے کوى او د يو قوم په حيثيت يې نۀ منى.


زما مخالفين ټوله ورځ زما خلاف پس پس او ګنګوسى کوى.


اے د مارانو بچو، ستاسو خبرې څنګه ښې کېدے شى چې په خپله تاسو ښۀ نۀ يئ؟ ځکه چې کومې خبرې چې په خولۀ راځى هغه د زړۀ نه راوځى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan